کورپاڼه / کرکټ / محمد نبي: زه هر بال ته جلا پلان لرم
محمد نبي

محمد نبي: زه هر بال ته جلا پلان لرم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر محمد نبي وايي، چې زه هر بال ته جلا پلان لرم، زه ګورم چې بېټسمېن په کوم طرف ته ښه شاټونه وهي او قوي دى، هېڅکله هغه طرف ته بال نه وراچوم.

دا خبرې د وي او اې پښتو راډيو خبريال جعفر هاند ليکلي دي، چې نوموړى کرکټ ته هم ځانګړى پام کوي او د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړو سره هم له نږدې پاتې شوى دى.

جعفر هاند ليکلي دي، چې په ٢٠١٧ کال کې د کارابين کرکټ ليګ (سي پي ايل) د لوبو پر مهال دوه درې ورځې له محمد نبي او راشد خان سره و، يو ماښام يې د ډوډۍ وروسته په شخصي مجلس کې له محمد نبي څخه وپوښتل چې: ((د ٢٠١٦ په شل اوريز نړيوال جام کې له ويسټ انډيز سره لوبه کې وروستى اور تاسو وکړ. ټوله کيسه همدغه يوه اور ته پاتې وه، خو تاسو ښه باولينګ وکړ او افغانستان په دغه نړيوال جام کې همدا يوازينۍ لوبه وګټله.))

جعفر هاند ليکي چې محمد نبي راته وويل: ((هغه حالت، وخت او لوبه ډېره سخته ده. خو زه دا ټول شيان په فکر کې نيسم او د خپل ژوند ټولې تجربې راټولوم او بيا بال کوم. زه هر بال ته جلا پلان لرم، زه ګورم چې بېټسمېن په کوم طرف ته ښه شاټونه وهي او قوي دى، هېڅکله هغه طرف ته بال نه وراچوم.))

محمد نبي همدا راز ورته زياتوي: ((ګورم چې د میدان کوم طرف ډېر لوی دی او په اسانه اخوا ته شپږیزه او څلوریزه نه وهل کیږي، هڅه کوم هماغه طرف ته بال وکړم. زه د بیتسمین د پښو حرکاتو ته ډېر متوجه یم او ماته اندازه کیږي چې دی څه غواړي، زه ورته داسې بال نه اچوم چې شاټ ووهي. په همدغې لوبې کې تاسو وګورئ، بیتسمین په هر بال پسې راوته، ما به یې باډي ته بال کاوه او ټول بالونه مې په هغه ځای کې ورته وکړل چې په هغه طرف میدان ډېر غټ و او غټ شاټونه په اسانه نه وهل کېدل…))

جعفر هاند همدا راز ليکي: ((محمد نبي څو ورځې مخکې د کارابین په کرکټ کې لیګ کې په یوه لوبه کې پنځه ویکټې واخیستې او دا يي په دا ډول تجارتي‌لوبو کې لومړی ځل و چې په یوې لوبې کې دومره ډېرې ویکټې اخلي. شاید د کرکټ ځینې مینه وال وپوښتي چې ولې محمد نبي په باولینګ کې دومره ښه دی؟.))

هغه په خپله ليکنه کې مخکې وايي: ((محمد نبي له شاوخوا شلو کلونو راهېسې رسمي او تقریبآ نړیوال کرکټ کوي. هغه دومره پوخ شوی چې ټولې لوبې د خپلو تجربو په اساس ګټي. د نبي ټول کمال د هغه تجربه او ستراتیژیک فکر او اکیوریسي دي. که داسې نه وي، تاسو د راشد خان او مجیب الرحمن د باولینګ وایریټیز (ډولونه) هم وګورئ او د محمد نبي هم وګورئ. محمد نبي آف بریک بال کوي، بال یې ډېر سرعت هم نلري، د راشد د باولینګ غوندې ډېر ټرن هم نلري او نور ډولونه هم نلري،‌ خو تجربه هغه څه ده چې نبي یې تر راشد او مجیب او نورو بالرانو ډېره لري. په همدغه لوبه کې چې محمد نبي پنځه ویکټې واخیستې، تاسو یې ویدیوګانې وګورئ، پچ کې نم و او کله ناکله داسې حالاتو کې د بال ګرېپ (په ګوتو کې ټېنګول) اسان نه وي او د محمد نبي د بال سرعت هم ډېر کم و. مګر محمد نبي د خپلو تجربو په اساس د لوبې رخ بدل او لوبه یې وګټله. محمدنبي داسې بالونه وکړل چې بیتسمین یې مجبور کړل چې بې حوصلې شي، تېروتنې وکړي او دا یې ویکټې واخلي، او همداسې وشول. د نبي د نور استعداد تر څنګ د هغه تجربه د هغه په لوبو کې ډېر مهم رول لوبوي.))

نوموړي همدا راز د هغه لوبغاړو په اړه چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې لوبېږي او نور يې عمرونه او استعداد دومره نه دي پاتې، چې په لوبډله کې برخه ورکړل شي او په لوبډله باندې بوج دى، د هغوى په اړه وايي:

((څوک اوس ونه وايي چې تجربه دومره مهمه ده، بیا ولې «موږ» د ځینو پخوانیو لوبغاړو استعفا غواړو؟ د محمد نبي‌او نورو لوبغاړو تجربې او استعداد فرق کوي، نبي د نړۍ ټول لیګونه ولوبول او غرونه غرونه تجربې لري، خو هغه مسن لوبغاړي چې «موږ» یې استعفا غواړو، نه یې ځواني پاتې، نه یې استعداد پخوانی دی او نه یې هم تجربې ډېرې ګټورې دي. د افغان لوبغاړو د لا ځلېدا په هیله.))

جعفر هاند همدا راز د محمد نبي د افغانستان کرکټ بورډ د غړي په توګه ټاکل هم يوه تېروتنه ګڼي. ((هو د افغانستان د کرکټ بورډ د غړي په توګه د محمد نبي ټاکل (انتصاب)، حقوقي، مسلکي او اداري‌ تېروتنه ده او وه.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …