کورپاڼه / کرکټ / د کيرون پولارډ توپاني توپوهنه، د راشد خان لوبډلې څلورمه ماتې هم وخوړه
کيرون پولارډ

د کيرون پولارډ توپاني توپوهنه، د راشد خان لوبډلې څلورمه ماتې هم وخوړه

د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلمشر کيرون پولارډ توپاني توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه، رايډرز لوبډلې پرلپسې شپږمه بريا هم خپله کړه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ١٧مه لوبه د بارباډوس ټريډينټس او ټرينباګو نايټ رايډرز ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه رايډرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د ټريډينټس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

بارباډوس ټريډينټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٨ منډې وکړې. د دوى له ډلې جانسن چارلس او کېلي مايرز ښه ملګرتيا ترسره کړه، چې لومړي ٤٧ او دويم ٤٢ منډې ترلاسه کړې.

په نورو لوبغاړو کې اېشلي نرس ١٩ او راشد خان بيا په ٦ توپونو ١٢ منډې وکړې، چې يوه شپږيزه او يوه څلوريزه يې هم ووهله.

د ټرينباګو نايټ رايډرز له لوري عقيل حسېن، جايډن سيلس او سکندر رضا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول او يوه ويکټ بيا فواد احمد هم ترلاسه کړه.

د ټرينباګو نايډ رايډرز توپوهونکي که څه هم په پيل کې په توپوهنه کې ناکامه شو، خو کله چې لوبډلمشر کيرون پولارډ توپوهنې ته راغى، نو ډېره چټکه توپوهنه يې ترسره کړه. نوموړي د ٩ شپږيزو او ٢ څلوريزو پر مټ په ٢٨ توپونو ٧٢ منډې ترلاسه کړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورنږدې کړه، چې خېري پېري په وروستي اور کې د يوې شپږيزې او څلوريزې په وهلو سره لوبډله بريالۍ کړه.

د ١٤٩ منډو هدف د رايډرز لوبډلې په ١٩.٥ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٢ ويکټو په توپير يې په لوبه کې بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کيرون پولارډ ترلاسه کړه، چې نن يې چټکه او توپاني توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د يادولو وړ ده چې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې دا ٦مه لوبه وه، چې په ټولو لوبو کې يې بريا ترلاسه کړې ده او د ١٢ نومرو سره تر ټولو مخکښه لوبډله ده.

ورپسې بيا د سينټ لوسيه زوکس لوبډله ده، چې په ٦ لوبو کې يې په ٤ لوبو کې بريا خپله کړې ده او د ٨ نومرو سره په دويم مقام کې ده. په دې لوبډله کې محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان هم لوبېږي.

د راشد خان لوبډله بارباډوس ټريډينټس بيا په دريم مقام کې ده، چې په ٦ لوبو کې يې ٢ لوبو کې بريا خپله کړې ده او ٤ نومرې لري، په نننۍ لوبه کې يې څلورمه ماتې هم وخوړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …