کورپاڼه / کرکټ / د شپږيزې ليګ لوبو ته د نندارچيانو د ورتګ اجازه ورکړل شوه
شپږيزه کرکټ ليګ

د شپږيزې ليګ لوبو ته د نندارچيانو د ورتګ اجازه ورکړل شوه

د عامې روغتيا وزارت مسوولينو د افغانستان کرکټ بورډ ته اجازه ورکړې ده، چې ٣٠ سلنه نندارچيان دې د شپږيزې کرکټ ليګ د لوبو پر مهال لوبغالي ته ورپرېږدي.

د افغانستان کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې د کرکټ پورډ ادارې د غوښتنې پر اساس د عامې روغتيا وزارت په اووم پړاو شپږيزه کرکټ ليګ کې د لوبغالي د ظرفيت په تناسب ٣٠ سلنه نندارچيانو ته د روغتيايي سپارښتنو د رعايتولو په شرط په لوبغالي کې د لوبو د ليدلو اجازه ورکړه.

په دغه خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د عامې روغتيا وزارت د نندارچيانو حضور د روغتيايي سپارښتنو په رعايت سره مشروط وباله، د ياد وزارت د هدايت له مخې د لوبو ترتيبونکي بايد د نندارچيانو ترمنځ دوه متره فاصله پرېږدي، ټولو نندارچيانو ته ماسکونه ووېشي او په خلاصه فضا کې کېنول شي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د عامې روغتيا وزارت د سند په يوه ماده کې ويل شوي، چې لوبغاړي او د هغوى روزونکي بايد د لوبو له ترسره کولو وړاندې د کورونا د ټېسټ نتيجه منفي وي.

د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي. په لومړۍ لوبه کې به دفاعي اتله لوبډله مس عينک اتلان او بند امير ښاماران مخ شي او همدا راز پايلوبه به د سپتمبر په ١٦مه نېټه ترسره شي.

د ياد ليګ د پرانيستې مراسم بيا د سپتمبر په ٥مه نېټه ترسره کېږي.

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو لپاره ٥ لوبډلې بېلا بېلو شرکتونو اخيستي دي، خو د بوست ساتونکي لوبډله بيا کوم چا نه ده اخيستې او دا لوبډله د کرکټ بورډ سره ده.

اوسمهال د شپږيزې کرکټ ليګ د ټولو لوبډلو ترمنځ د کابل په بېلا بېلو لوبغالو کې تمريناتي لوبې ترسره کېږي او همدا راز تمريناتي کمپونه هم په لاره اچول شوي دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …