کورپاڼه / کرکټ / د مجيب الرحمان لوبډله د راشد خان تر لوبډلې مخکې شوه
جمايکا ټلاواس

د مجيب الرحمان لوبډله د راشد خان تر لوبډلې مخکې شوه

د کارابين پريمئير ليګ کې د مجيب الرحمان لوبډله جمايکا ټلاواس د راشد خان تر لوبډلې بارباډوس ټريډينټس مخکې شوه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) په ١٨مه لوبه کې جمايکا ټلاواس او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د جمايکا ټلاواس لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ټلاواس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې، چې ګلين پيليپس پکې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ٧٩ منډې يې ترلاسه کړې، هغه ٦ شپږيزې او ٢ څلوريزې هم ووهلې. په نورو لوبغاړو کې بيا جرمين بلېک ووډ ٢٧ منډې ترلاسه کړې.

د پېټريټس له لوري رياد ايمرټ ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٤٨ منډو د هدف په تعقيب کې د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلې په ١٩.٤ اورونو کې ١١٠ منډې وکړې او د ٣٧ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري تر ټولو زياتې منډې کيرين پاول او ايون ليويس وکړې، چې دواړو ٢١-٢١ منډې ترلاسه کړې.

د ټلاواس له لوري بيا کارلوس برېتوېټ ٣، فيډل ايډورډز، سنديپ لاميچين او ويراسامى پرمول ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې. همدا راز مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې د ١٢ منډو په بدل کې ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ګلين پيليپس ته ورکړل شوه.

دا د جمايکا ټلاواس ٦مه لوبه وه، چې دريمه بريا يې خپله کړه او د راشد خان تر لوبډلې بارباډوس ټريډينټس څخه مخکې شوه. د راشد خان لوبډلې تراوسه ٢ برياوې خپلې کړې دي.

همدا راز د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلې بيا په ٦ لوبډلو کې يوه بريا خپله کړې ده او په پنځه لوبو کې يې ماتې وخوړې، چې تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز: د روان شپږيزه ليګ اتلولي به په خپل نوم کړو

په شپږيزه کرکټ ليګ کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر، ځوان او چټک توپوهونکى او …