کورپاڼه / د لوبو راپورونه / مورګن او ملن پاکستان په ګونډو کړ
مورګن

مورګن او ملن پاکستان په ګونډو کړ

د انګلستان او پاکستان ترمنځ په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې ايون مورګن او ډيويډ ملن په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د پاکستان پر وړاندې يې خپله لوبډله د پنځه ويکټو په توپير بريالۍ کړه.

د انګلستان او پاکستان دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه په مانچسټر کې ترسره شوه، چې د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټه او توپ اچونه يې غوره کړه.

د پاکستان له لوري د پيل توپوهونکو بابر اعظم، فخر زمان او محمد حفيظ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې لومړنيو دوه ٧٢ منډې ملګرتيا وکړه او فخر زمان د ٣٦ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

بيا بابر اعظم او محمد حفيظ د پاکستان منډې ١١٢ ته ورسولې، چې بابر اعظم د ٥٦ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده، همدا راز محمد حفيظ بيا تر ټولو زياتې ٦٩ منډې وکړې.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٥ منډې ترلاسه کړې، چې انګلستان ته يې د ١٩٦ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان له لوري عادل رشيد ٢ لوبغاړي وسوځول، کرس جورډن او ټام کران بيا ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٩٦ منډو د هدف په تعقيب کې جوني بيرېسټو، ډيويډ ملن او لوبډلمشر ايون مورګن په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د پاکستان له لوري ورکړل شوى هدف يې په ١٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير انګلستان بريا خپله کړه.

د انګلستان لپاره ايون مورګن ٦٦، ډيويډ ملن ٥٤ ناسوځېدلې او جوني بيرېسټو ٤٤ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري شاداب خان ٣ او حارث روف ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ايون مورګن ترلاسه کړه، چې نوموړي د ٤ شپږيزو او ٦ څلوريزو پر مټ په ٣٣ توپونو ٦٦ منډې ترلاسه کړې وې او د انګلستان په بريا کې يې مهمه ونډه اخيستې وه.

انګلستان د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د ١-٠ سره مخکې دى. د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه او دريمه يا وروستۍ لوبه به د سپتمبر په لومړۍ نېټه په مانچسټر کې ترسره شي.

انګلستان او پاکستان تر دې مخکې بيا د درې ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړه، چې لومړۍ لوبه انګلستان وګټله او پاتې دوه ټېسټ لوبې د باران له امله بې پايلې پاى ته ورسېدې، چې انګلستان د ١-٠ سره په لوبلړۍ کې بريا خپله کړه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …