کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نبي، نجيب او ظاهر لوبډله بريالۍ او د راشد لوبډله له ماتې سره مخ شوه
راشد خان، ظاهر خان او محمد نبي

د نبي، نجيب او ظاهر لوبډله بريالۍ او د راشد لوبډله له ماتې سره مخ شوه

د سي پي ايل په نننۍ لوبه کې د محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان لوبډلې له ډېر کم هدف څخه په بريالي توګه ښه دفاع وکړه او د راشد خان لوبډلې ته يې د ٣ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ١٩مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او بارباډوس ټريډينټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د ټريډينټس لوبډلې وګټله او لومړى يې د زوکس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شو، چې د پيل توپوهونکي راهکيم کورنوال او انډري فليچر په ٦-٦ منډو وسوځول، همدا راز ورپسې لينکو باوچر ١٨، روسټون چيس ١٤ او نجيب الله ځدراڼ بيا تر ټولو زياتې ٢٢ منډې ترلاسه کړې.

محمد نبي هم په ٦ توپونو يوازې ٢ منډې وکړې، لوبډلمشر ډېرين سمي هم په ٢ منډو وسوځېده او وروستۍ ويکټه بيا د ظاهر خان وه، چې ٢ منډې يې وکړې او د راشد خان له لوري وسوځول شو.

د زوکس لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ١٨ اورونو کې ٩٢ منډې وکړې، چې د ټريډينټس لوبډلې ته يې د ٩٣ منډو هدف وټاکه.

د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې له لوري هايډن والش ٣ او رېمون ريفر ٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان په ٤ اورونو کې ١٧ منډې ورکړې او د ظاهر خان ويکټ يې ترلاسه کړه.

د ٩٣ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم د بارباډوس ټريډنټس لوبډلې د پيل توپوهونکو ٣٢ منډې ملګرتيا وکړه، خو له هغه وروسته يې پرلپسې توپوهونکي اوټ کېدل او وې نه شول کولاى چې ياد هدف پوره کړي.

په وروستيو اورونو کې د ټريډنټس توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل او په بشپړه توګه په توپوهنه کې ناکامه شو، چې يو اسانه او کم هدف يې پوره نه کړاى شو.

د ټريډنټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٨٩ منډې وکړې او د ٣ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري جانسن چارلس ٣٩، شاى هوپ ١٤ او راشد خان بيا ٢ منډې ترلاسه کړې.

د زوکس له لوري کيسريک ويليمس او جاويل ګلين ٢-٢، همدا راز محمد نبي په ٤ اورونو کې د ١٨ منډو په بدل کې ١ او ظاهر خان په اورونو کې د ٢١ منډو په بدل کې ١ ويکټ واخيسته. نجيب الله ځدراڼ بيا ١ کېچ هم ونيولو.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاويل ګلين ترلاسه کړه.

د يادولو وړ ده چې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې په ٧مه لوبه کې ٥مه بريا هم خپله کړه، چې د ١٠ نومرو سره په دويم مقام کې قرار لري، بارباډوس ټريډنټس بيا په ٧مه لوبه کې پنځمه ماتې وخوړه او يوازې دوه لوبو کې يې بريا خپله کړې ده.

د کارابين پريمئير ليګ ٢٠مه لوبه د ګيانا امازون واريرز او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې نوين الحق بيا د واريرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …