کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پوران چټکې سليزې واريرز لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه
نيکولاس پوران

د پوران چټکې سليزې واريرز لوبډلې ته بريا ور په برخه کړه

د ګيانا امازون واريرز لوبډلې له لوري نيکولاس پوران چټکه سليزه ووهله او د خپلې سليزې پر مټ يې خپله لوبډله بريا ته ورسوله، چې په ٧ ويکټو يې بريا خپله کړه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٢٠مه لوبه د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه واريرز وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوشوا ډي سلوا ٥٩، دينيش رامدين ٣٧ ناسوځېدلې او بين ډنک ١٩ منډې ترلاسه کړې.

د واريرز له لوري کرس ګرين ٢، کيون سنکلير او روماريو شيپرډ ١-١ ويکټ ترلاسه کړې. همدا راز نوين الحق په ١ اور کې ١٤ منډې ورکړې او کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

د ١٥١ منډو د هدف په تعقيب کې که څه هم د ګيانا امازون واريرز لومړني درې توپوهونکي ژر وسوځېدل، خو له هغه وروسته چې کله نيکولاس پوران توپوهنې ته راغى، نو نوموړي چټکه توپوهنه پيل کړه او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

واريرز ياد هدف په ١٧.٣ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري نيکولاس پوران د ١٠ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٤٥ توپونو ١٠٠ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز راس ټېلر هم ٢٥ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د پېټريټس له لوري جان رس جګيسر ٢ او الزاري جوسيپ ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نيکولاس پوران ترلاسه کړه. په شل اوريزو لوبو کې دا د نوموړي لومړنۍ سليزه وه.

د دې لوبې په بريا سره ګيانا امازون واريرز په ٧ لوبو کې ٣ برياوې خپلې کړې وې او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس بيا په ٧مه لوبه کې ٦مه ماتې هم وخوړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جوفرا ارچر

اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو

په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېدونکي جوفرا ارچر په نننۍ …