کورپاڼه / تجارتي ليګونه / تاج ملک عالم اېمل پسرلي ته: ويلي به دې واى: شپږيزه ليګ ستاسو خپل ليګ
تاج ملک عالم او اېمل پسرلى

تاج ملک عالم اېمل پسرلي ته: ويلي به دې واى: شپږيزه ليګ ستاسو خپل ليګ

د بي بي سي پښتو خبريال اېمل پسرلى، چې د افغانستان په کرکټ هم ژور نظر ساتي او د افغانستان په کرکټ يې کتاب هم ليکلى دى، وايي کرکټ بورډ ترې د يوې ويډيو غوښتنه کړې وه، خو کله چې يې ويډيو ورولېږله، نو ورته يې وويل چې داسې ويډيو نه غواړي.

اېمل پسرلي خپل هغه ويډيويي پېغام چې کرکټ بورډ ته يې لېږلى، هم په خپل فېسبوک کې خپور کړى دى.

هغه له دغه ويډيو سره ليکلي دي: ((څو ورځې وړاندې د کرکټ بورډ ملګرو يو ويډيويي پېغام راڅخه وغوښت چې په شپږيزه يې ورته ثبت کړم. دا ويډيو مې ورولېږله، ويې ويل، دا نه بل ډول يې غواړي. منم مداحي پکې نشته، خو نورې خبرې تاسو ته څومره پر ځاى ښکاري؟.))

اېمل پسرلى پوسټ

اېمل پسرلي په خپل ويډيويي پېغام کې کرکټ بورډ ته يو لړ مشورې هم ورکړې دي، چې پکې يې ويلي دي، په شپږيزه کې سږکال يا خو دې تماشچيان نه وي او که وي هم نو ټولنيز واټن دې وساتي.

هغه وايي، سږکال هم دا ليګ په کابل کې کېږي، خو هيله مې دا ده چې راتلونکي کال دا سيالۍ په ننګرهار، کندهار او خوست کې هم ترسره شي. هلته به هم خلک نږدې لوبغاړي وويني او د کرکټ د پرمختګ د ودې لپاره به هم يو ستر ګام وي.

نوموړي دا هم وويل، چې يوازې شپږيزه ليګ نه، بلکې د افغانستان نورې کورنۍ سيالۍ دې هم په ټلويزيون ښکاره شي. که چېرې کورنۍ سيالۍ په ټلويزيون ښکاره شي، نو ځوانان به د ټلويزيون سره هم بلد وي. همدا راز مينه وال به هم له لوبغاړو خبر شي او د لوبغاړو د کمال او کچې به هم خبر شي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم بيا اېمل پسرلي ته په کمنټ کې ليکلي دي: ((پسرلى صېب دا خو پېغام نه ده نصيحتونه دې کړې دي، داسې به دې ويلي و شپږيزه ليګ ستاسو خپل ليګ له جذبو او ولولو سره ډېر ژر په خپل وطن کې.))

تاج ملک عالم کمنټ

همدا راز د تاج ملک عالم ياد کمنټ ته اېمل پسرلي بېرته ليکلي دي: ((يعنې تجارتي اعلان مې کړى واى؟.))

همدا راز نورو کسانو هم په دې ويډيو تبصرې کړې دي او ويلي يې دي، چې کرکټ بورډ ته د نصيحتونو ډېره اړتيا ده او د اېمل پسرلي د خبرو ملاتړ يې کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کريس ګيل

“يوازينى پاچا چې په تخت ناست دى او څوک ترې شکايت نه کوي”

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړى او د شل اوريزو لوبو غوره توپوهونکى …