کورپاڼه / روغتيا / د چاغښت په اړه معلومات، لاملونه، مخنيوى او درملنه
چاغښت

د چاغښت په اړه معلومات، لاملونه، مخنيوى او درملنه

عمومي معلومات

چاغښت کله چې زمونږ په بدن کې شحمي انساج يا شحم په زیاته برخه زيرمه شي چاغښت رامنځته کیږي، چاغښت يو له لانجمنو طبي ګډوډيو څخه ګڼل کیږي او له مزمنو ناروغيو څخه نیولې له ناڅاپي ناروغيو یا د وینې لوړ فشار، دماغي حمله، زړه حمله، د وینې غوړ، شکرې ناروغیو ستر خطري فکټور هم دي.

چاغښت د طب له اړخه د BMI فرمول په اساس اندازه کیږي چې خپلې درجې هم لري.

نارمل BMI اندازه 18.5 څخه تر 24. 9 دى

وزن زياتوالي بيا 25 څخه تر 29.9 دی

لومړۍ درجه چاغښت 30 څخه 34.9  دى

دويمه درجه چاغښت بیا 35 څخه 39.9 دى

دريمه درجه چاغښت تر ټولو لوړ یا 40  BMI دى.

همدارنګه د بدن ښکتنۍ برخې مرکزي چاغښت يا پورتنۍ برخې چاغښت يې بيا بيله کټګوري ده.

مرکزي برخې چاغښت يا د بطن برخې دا تر ټولو ضرري دى، نسبت نورو ته د ناڅاپي مړينې، زړه حملې، دماغي حملې، د زړه د رګونو ناروغي، د شکرې ناروغيو لپاره تر ټولو ښه زمينه ساز دي.

د چاغښت لاملونه

د زياتې کالوري (زیاته برخه پروټيني، غوړ قندونه) خوړو استعمال  .

40 څخه تر 70 فيصده چاغښت په هغه خلکو کې وي کوم چې مور او پلار یې چاغښت ولري يعنې جنټيکي ده.

زیات کالوري خوړو استعمال ورسره په کافي اندازه مايعات او ورزش نه کول یو له سترو لاملونو څخه دي.

زیات خوړل او فيزیکي فعالیت نه کول.

ځينې درمل لکه انټي ډيپرسانټ د عصبي ناروغیو لپاره استعمالیږي هم د چاغوالي سبب کیږي.

د ماښام له طرفه د خوړو زیات استعمال.

زیات خواږه، شحميات، پروټیني غوښو استعمال.

د سبزيو لږ استعمال.

د چاغښت مخنيوى

هره ورځ  يو ساعت لپاره منډه وهل یا ورزش کول

په کافي اندازه د اوبو اخيستل

د شپې له طرفه د خوړو استعمال کمول

د غوښو او غوړ، کچالان، لوبيا، وريجې، خواږه، مشروبات بندول، د میوو د جوس پرځای تازه میوه خوړل.

ټول چاغ خلک باید د لوړ فشار د زړه د ناروغيو او د وینې د غوړو د شکرې ناروغۍ لپاره باید وخت پر وخت چیک کړای

شي.

درملنه

تر ټولو غوره لار په کمه اندازه کالوري لرونکي خواړه لکه (800.1000 کالوري ولري) سبزيجات استفاده کول

روزان او په مکرر شکل يو ساعت ورزش کول

د تازه او پاکې صحي اوبو استعمال موسم ته په کتلو سره استعمال زیات شي تر څو ستاسو د ادرارو رنګ سپين اوسي، دومره اوبه وڅښئ.

په ناڅاپي توګه مو وزن مه کموئ، ځکه چې دا ډير خطري اختطلات لامل کیږي کم از کم د 4 څخه تر 6 میاشتو کې باید وزن مو کم کړئ.

ځينې درمل یې هم شته درملنې لپاره چې مربوطه د داخلي معالج ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

ليکوال: ډاکټر طارق حبیب
ليکوال: ډاکټر طارق حبیب

ليکوال: ډاکټر طارق حبیب

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

توبرکلوز

د توبرکلوز ناروغي؛ لاملونه، نښې، تشخيص، مخنيوى او درملنه

توبرکلوز هغه انتاني ناروغي ده کوم چې د مايکوبکټيورم انتان په واسطه رامنځته کیږي او …