کورپاڼه / تجارتي ليګونه / تمريناتي لوبه؛ د بوست ساتونکو د مس عينک اتلان مات کړل
رحمت شاه

تمريناتي لوبه؛ د بوست ساتونکو د مس عينک اتلان مات کړل

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو تر پيلېدو مخکې د لوبډلو ترمنځ تمريناتي لوبې روانې دي، چې نن د بوست ساتونکو په يوه تمريناتي لوبه کې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا لوبه چې د کابل کرکټ لوبغالي کې نن ترسره شوه، د لوبې په پيل کې د مس عينک اتلانو لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس عينک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې، چې د مس عينک اتلانو ته يې د ١٨٠ منډو هدف وټاکه.

د دوى له لوري حشمت الله شهيدي ٥١، نجيب الله ترکي ٤٧ او غمي ځدراڼ ٣١ منډې ترلاسه کړې، چې د ياد هدف په ټاکلو کې يې مهمه ونډه واخيسته.

د بوست ساتونکو له لوري بيا سيد شېرزاد او حمزه هوکت ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٨٠ منډو هدف د بوست ساتونکو لوبډلې له لوري په ١٩ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړاى شو او د پنځه ويکټو په توپير يې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري رحمت شاه په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ٧٦ منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز کريم جنت ٢٨ او وحيدالله بيا ٢٥ منډې ترلاسه کړې.

د مس عينک اتلانو له لوري دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، عابد تڼيوال او نور احمد ١-١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې هم د مس عينک اتلانو له نورو لوبډلو سره ٥ تمريناتي لوبې ترسره کړې وې، چې پکې يې ٤ لوبو کې بريا خپله کړې وه.

د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ د سپتمبر په ٦مه نېټه په کابل کې پيلېږي، چې د پيل په لوبه کې به د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو لوبډلې مخامخ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

جوفرا ارچر

اى پي ايل: د جوفرا ارچر Unbelievable کېچ + ويډيو

په اى پي ايل کې د راجستان رايلز لوبډلې لپاره لوبېدونکي جوفرا ارچر په نننۍ …