کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان له انګلستان سره لوبلړۍ مساوي کړه
محمد حفيظ

پاکستان له انګلستان سره لوبلړۍ مساوي کړه

په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې پاکستان ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او انګلستان ته يې د پنځه منډو په توپير ماتې ورکړه، چې له دې سره يې د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ هم مساوي کړه.

دا لوبه چې په مانچسټر کې ترسره شوه، د لوبې پچه انګلستان وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.

پاکستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٠ منډې ترلاسه کړې، چې له ډلې يې محمد حفيظ په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د ٦ شپږيزو او ٤ څلوريزو پر مټ يې په ٥٢ توپونو ٨٦ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

همدا راز حېدر علي هم په ٣٣ توپونو ٥٤ منډې ترلاسه کړې، دا د نوموړي لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وه، چې په خپله لومړنۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې يې د پاکستان لپاره تر نورو زياتې منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري کرس جورډن ٢، معين علي او ټام کران ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩١ منډو د هدف په تعقيب کې د انګلستان لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٥ منډې وکړې، چې د پنځه منډو په توپير يې له پاکستان څخه لوبه وبايله.

د دوى له ډلې معين علي ٦١، ټام بانټون ٤٦ او سام بيلنګس ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي او وهاب رياض ٢-٢، عماد وسيم او حارث روف ١-١ ويکټ واخيستې.

پاکستان د دريمې نړيوالې شل اوريزې لوبې په بريا سره له انګلستان سره د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ مساوي کړه. د دې لړۍ لومړۍ لوبه د باران له امله بې پايلې پاى ته رسېدلې وه او دويمه لوبه کې انګلستان بريا خپله کړې وه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمد حفيظ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه هم نوموړي ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې تر دې مخکې انګلستان او پاکستان د ٣ ټېسټ لوبو لړۍ هم ترسره کړې وه، چې پکې انګلستان د ١-٠ سره بريا خپله کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نثار احمد

٨ کلن نثار احمد نننۍ لوبه کې ٥ لوبغاړي وسوځول

د نثار احمد په نوم ٨ کلن ماشوم چې د زرملوال کرکټ اکاډمۍ لپاره لوبېږي، …