کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نوين الحق زبردسته توپ اچونه، د راشد لوبډله يې له ماتې سره مخ کړه
نوين الحق

د نوين الحق زبردسته توپ اچونه، د راشد لوبډله يې له ماتې سره مخ کړه

نوين الحق په تېره لوبه کې زبردسته توپ اچونه وکړه، چې د خپل کيرير تر ټولو غوره توپ اچونه يې هم ترسره کړه، نوموړى د لوبې غوره لوبغاړى هم شو او د راشد خان لوبډله يې له ماتې سره مخ کړه.

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٢٢مه لوبه د بارباډوس ټريډينټس او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه ټريډنټس وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د بارباډوس ټريډنټس لوبډلې توپوهونکي په توپوهنه کې ناکامه شو، چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٩٢ منډې ترلاسه کړې. مچل سانتنر تر ټولو زياتې ٣٦ منډې وکړې.

د واريرز له لوري نوين الحق تر ټولو ښه او زبردسته توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٤ اورونو کې د ١٤ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول، چې د خپل کيرير تر ټولو ښه توپ اچونه يې هم ترسره کړه. نوين الحق د کېلي مايرز، اېشلي نرس، رېمون ريفر او راشد خان ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز جوناتن کارټر يې هم د منډې پر مهال وسوځاوه.

د ٩٣ منډو هدف د ګيانا امازون واريرز لوبډلې په ١٦.٤ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٨ ويکټو په توپير يې د ټريډنټس لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري برينډن کنګ ٥١ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز د ټريډنټس له لوري راشد خان او هايډن والش ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نوين الحق ته ورکړل شوه، چې دا يې په روان کارابين پريمئير ليګ کې دويم ځل دې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کوي.

د يادولو وړ ده چې د ګيانا امازون واريرز لوبډلې په ٨ لوبو کې ٤مه بريا خپله کړه او بارباډوس ټريډنټس بيا په ٨ لوبو کې ٦ ماتې وخوړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شيکر دهون او نيکولاس پوران

د شيکر دهون سليزه په سيند لاهو شوه، پنجاب څلورمه بريا خپله کړه

د ډيلي کاپيټلز له لوري شيکر دهون په زړه پورې توپوهنه ترسره او سليزه يې …