کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ١٠ ځيرک موبايلونه؛ چې په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوي
ځيرک موبايلونه

١٠ ځيرک موبايلونه؛ چې په نړۍ کې تر ټولو زيات پلورل شوي

روان ٢٠٢٠ کال چې د کورونا له امله يې اقتصادي چارې په ټپه ودرولې، د ځيرکو موبايل جوړونکو شرکتونو لپاره هم ښه کال نه و، ځکه چې د خلک په کورونو کې بند و او بازارونه ټول تړلي و.

که څه هم ډېره هيله کېږي چې په راتلونکي ٢٠٢١ کال کې به يو ځل بيا ډېر پرمختګونه ترسره شي، خو اوس درسره دلته هغه ليسټ خپروو، چې د ٢٠٢٠ کال په لومړيو ٦ مياشتو کې په ټوله نړۍ کې کوم ځيرک موبايلونه ډېر پلورل شوي دي.

د موبايلونو په تړاو څار لرونکى شرکت اوميډا تازه د لس هغه ځيرکو موبايلونو ليسټ خپور کړى دى، چې د ٢٠٢٠ کال په لومړۍ نيمايي کې ډېر پلورل شوي دي.

اېپل ايفون ١١

Apple iPhone 11

په ٢٠١٩ کال کې دا ځيرک موبايلونه د نړۍ په کچه ډېر پلورل شوي و. ايپل د iPhone 11 موبايلونه د ٢٠٢٠ کال په لومړۍ نيمايي کې ٣٧.٧ ميليونه دانې پلورلي دي، چې دا تر نورو ډېره کچه ده. دا موبايل اوسمهال شاوخوا ٦٥ زره افغانۍ بيه لري.

سامسنګ ګېليکسي اې ٥١

Samsung Galaxy A51

د سامسنګ Galaxy A51 موبايل بيا په دې ليسټ کې په دويم مقام راغلى دى. د ٢٠٢٠ کال په لومړۍ نيمايي کې د ځيرکو موبايلونو په برخه کې دا موبايل ١١.٤ ميليونه دانې پلورل شوى دى. اوسمهال د دې ځيرک موبايل بيه شاوخوا ٢٤ زره افغانۍ ده.

Xiaomi Remi Note 8

Xiaomi Redmi Note 8

د شياومي دا موبايل چې Redmi Note 8 نومېږي، په دې ليسټ کې په دريم مقام کې راغلى دى. شياومي شرکت دا موبايلونه په ٦ مياشتو کې ١١ ميليونه پلورلي دي. اوسمهال د دې موبايل بيه شاوخوا ١٣ زره افغانۍ ده.

Xiaomi Redmi Note 8 Pro

Xiaomi Redmi Note 8 Pro

د شياومي دا موبايل چې Redmi Note 8 Pro نومېږي، هم سږکال په هغه موبايلونو کې دى چې ډېر پلورل شوي دي، دا د شياومى لومړنى ګېمنګ ځيرک موپايل دى چې تېر کال بازار ته وړاندې شوى و. د دې موبايل بيه شاوخوا ١٧ زره افغانۍ ده.

اېپل ايفون SE

Apple iPhone SE

د اېپل شرکت يو بل ځيرک موبايل هم په دې ليسټ کې دى. iPhone SE چې د ٢٠٢٠ کال په اپريل مياشت کې بازار ته وړاندې شوى دى، ٨.٧ ميليونه دانې پلورل شوى دى. دا موبايل اوسمهال شاوخوا ٣٨ زره افغانۍ بيه لري.

د ايپل ايفون XR

Apple iPhone XR

د ايپل يو بل ځيرک موبايل چې د روان کال په شپږ مياشتو کې په نړۍ کې تر ډېره پلورل شوى دى iPhone XR نومېږي. دا موبايل په شپږم مقام کې راغلى دى، چې ٨ ميليونه دانې پلورل شوى دى او اوسمهال يې بيه شاوخوا ٤٨ زره افغانۍ ده.

ايفون ١١ پرو مېکس

iPhone 11 Pro Max

د ايپل شرکت دا څلورم ځيرک موبايل دى چې د نړۍ په لس زياتو پلورل شويو موبايلونو کې شامل دى. دا موبايل iPhone 11 Pro Max په ٢٠١٩ کال کې هم زيات پلورل شوى موبايل و، چې د سږکال په لومړنيو ٦ مياشتو کې ٧.٧ ميليونه دانې پلورل شوى دى. دا موبايل شاوخوا ١١٢ زره افغانۍ بيه لري.

Xiaomi Redmi 8A

Xiaomi Redmi 8A

د شياومي يو بل موبايل هم په دې ليسټ کې ځان ځاى کړى دى. دا ځيرک موبايل Redmi 8A نومېږي، چې په نړۍ کې ٧.٣ ميليونه دانې پلورل شوى دى، دا موبايل د ٢٠١٩ کال په سپتمبر کې بازار ته وړاندې شوى و او اوس يې بيه شاوخوا ٨ زره افغانۍ ده.

Xiaomi Redmi 8

Xiaomi Redmi 8

د شياومي يو بل ځيرک موبايل چې د روان کال په لومړنيو ٦ مياشتو کې زيات پلورل شوى دى. Redmi 8 موبايل ٦.٨ ميليونه دانسې پلورل شوى دى. دا موبايل اوسمهال شاوخوا ١٠ زره افغانۍ بيه لري.

ايپل ايفون ١١ پرو

Apple iPhone 11 Pro

د ايپل يو بل موبايل چې په لس زياتو پلورل شويو موبايلونو کې يې ځان ځاى کړى دى، د ايپل iPhone 11 Pro موبايل دى، چې په ٢٠١٩ کې بازار ته وړاندې شوى و او د روان کال لومړنيو شپږ مياشتو کې ٦.٧ ميليونه داانې پلورل شوى دى. دا موبايل اوسمهال شاوخوا ١٠٧ زره افغانۍ بيه لري.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

اېم ټي اېن افغانستان

اېم ټي اېن: له افغانستانه د وتلو په تړاو کومه پرېکړه نه ده شوې

د اېم ټي اېن افغانستان مخابراتي شرکت هغه اوازې رد کړې، چې ګوا کې دوى …