کورپاڼه / روغتيا / تور زيړى يا hepatitis B وايروس، نښې او د مخنيوي لارې چارې
تور زيړى

تور زيړى يا hepatitis B وايروس، نښې او د مخنيوي لارې چارې

يو له هغه ويروسي ناروغۍ څخه شميرل کيږي چې د درملنې او مخنيوي وړ ده. دغه ناروغي د hepatitis b په نوم وايروس له کبله رامنځته او د ځيګر د حجراتو تخريب او التهاب سبب کيږي کوم چې د نه درملنې په پايله ځيګر لمنځه ځي.

په نړۍ کې ۹۵٪ ځوانان کوم چې د تور زيړي وايروس باندې اخته و په مکمل ډول په ۶ مياشتو کې پرته له درملو څخه جوړ شوي دي، البته د بدن دفاعي ځواک د غښتلتيا او د ويروس د شدت پورې اړه لري  فقط ۵٪ مريضان مزمن حالت درلود او درملو ته يې ضرورت پيدا شوى و.

د تور زيړي تشخيصيه معاينات

Hbs Ag

HBe ag DNA

PCR

د تور زيړي اعراض او علايم

تبه موجود وي

د تشو متيازو رنګ توربخن وي

د بندونو دردونه موجود وي

ضعيفتيا موجود وي

د اشتها خرابوالى موجود وي، خوړو ته زړه نه کيږي

زړه بدوالى، کانګې موجود وي

د ګېډې دردونه او همدارنګه پورتنۍ ښي طرف ته درد موجود وي چې د ځيګر درد ورته وايي.

دغه پورتني اعراض او علايم شايد د وايروس اخيستلو ۶ مياشتې وروسته ښکاره شي خو ځينې وخت د ۶ اونيو په مينځ کې هم ښکاره کيږي.

څوک په تور زیړي اخته کیږي؟

هغه مور چې تور زيړي لري او ماشوم زيږوي، هغه طبي پرسونل چې لابراتوار يا هم نرسان دي، جراحان، نامشروع اړيکې ساتل، په سيرونج زيات خلکو ته استعمال چې اوس لپاره نشته دا کار خو ولې ځنې وخت هم کيږي په خاص ډول معتادين، د ويني انتقال او هغه نا معقم يا ناپاک عملياتونه، د خال وهلو ستن په شریکه استعمال، هغه فلج ګردو ناروغان چې ويني تصفي ماشين باندې وینه صفا کوي د ماشين ناپاکوالي له امله.

د تور زيړي د مخنيوي لارې چارې، د ناروغ شخص له ناخونګير،  د سترګو تورولو لرګي او  د غاښونو بورس، له هر ډول وسايلو بايد ځان وساتل شي البته په يو ځای خوراک کولو کې تور زيړي له يوه کس بل کس ته نه انتقاليږي.

د خطر لاندې اشخاص بايد واکسين کړای شي.

سقاوو یا سلمانيو کې احتياط کول، د عملياتي پروسيجر سامان بايد پاک وي او د غاښونو ډاکټران بايد خپل سامان پاک ولري اوس لپاره يوځلي استعمال سامان بازار کې شته هغه تر ټولو ښه لار ده او ډاکټران هم تر ډیره دا توصيه کوي.

تور زیړي ناروغانو ته یو څو لارښوونې

پاکې اوبه يا معايات استعمال شي، ښه صحي خواړه بايد استعمال شي، د بې ضايعه درملو او نشيه موادو استعمال څخه ډډه وکړي، له ځانه پرهيزونه ونه کړي له مکمل ډول چې زياتره ناروغان غوښه پرځان بنده کړې وي حال دا چې تور زيړی او وايروس لرونکي ناروغان بايد تر نورو ناروغيو په نسبت تر ټولو قوي او ښه خوراک ته ضرورت لري، د وړوکي مال غوښه يا د چرګ غوښه او تازه سبزي، ميوه بايد استعمال شي او ورسره استراحت ډير مهم دى.

درملنه يې Anti-viral  ده.

ليکوال : ډاکټر طارق حبيب

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

توبرکلوز

د توبرکلوز ناروغي؛ لاملونه، نښې، تشخيص، مخنيوى او درملنه

توبرکلوز هغه انتاني ناروغي ده کوم چې د مايکوبکټيورم انتان په واسطه رامنځته کیږي او …