په بېګانۍ لوبه کې نوين الحق يو ځل بيا دوه ويکټې ترلاسه کړې، همدا راز نجيب الله ځدراڼ ١٩ او محمد نبي ١٣ منډې ترلاسه کړې، چې د نوين الحق لوبډلې بريا خپله کړه.
د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٢٤مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې پچه واريرز لوبډلې وګټله او لومړى يې د زوکس لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
سينټ لوسيه زوکس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې ترلاسه کړې، چې له ډلې يې جاويل ګلين ٢٣ ناسوځېدلې، راهکيم کورنوال ٢١، نجيب الله ځدراڼ ١٩ او محمد نبي ١٣ منډې وکړې.
د واريرز له لوري کيمو پاول او نوين الحق ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې. نوين الحق په ٤ اورونو کې ٢٤ منډې ورکړې او ١ مېډين اور يې هم ترسره کړ.
د ١١٠ منډو هدف د ګيانا امازون واريرز لوبډلې ته ډېر اسانه ثابت شو، چې په ١٣.٥ اورونو کې يې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړړه.
د دوى له لوري شيمرون هيټماير په ٣٦ توپونو ٥٦ ناسوځېدلې منډې وکړې، چندرپال همراج هم ٢٦ منډې ترلاسه کړې.
د زوکس له لوري محمد نبي، سکاټ کګلين او جاويل ګلين ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شيمرون هيټماير ته ورکړل شوه.
د يادې لوبې په بريا سره ګيانا امازون واريرز ٥ برياوې خپلې کړې، همدا راز زوکس هم ٥ برياوې خپلې کړې دي، خو ګيانا امازون لوبډله دويم مقام ته لاړه.
تر دې مخکې په ٢٣مه لوبه کې بيا د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډلې ته د ٥٩ منډو په توپير ماتې ورکړې وه، چې پرلپسې په ٨ لوبو کې يې ٨ برياوې خپلې کړې دي او تر ټولو مخکښه لوبډله ده.
نن به د جمايکا ټلاواس او سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس او همدا راز د بارباډوس ټريډينټس او ګيانا امازون واريرز لوبډلو ترمنځ لوبې ترسره شي.