کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د پاکستان سوپر ليګ پاتې لوبې په نومبر مياشت کې ترسره کېږي
پاکستان سوپر ليګ

د پاکستان سوپر ليګ پاتې لوبې په نومبر مياشت کې ترسره کېږي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) ٢٠٢٠ د پاتې لوبو مهالوېش اعلان کړ، چې دا څلور سيالۍ به د نومبر په مياشت کې ترسره شي.

د پاکستان کرکټ بورډ له لوري په يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې د پي ايس ايل پنځم پړاو پاتې څلور لوبې د نومبر په ١٤مه، ١٥مه او ١٧مه نېټه ترسره کېږي.

په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې دا څلور واړه سيالۍ به د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې هغه مهال چې په پاکستان کې د پي ايس ايل پنځم پړاو سيالۍ روانې وې، په نړۍ کې د کورونا ويروس خپور شو، چې په همدغه مهال دا ويروس پاکستان ته هم ورسېد.

د کورونا د مخنيوي په پار ډېرى هېوادونو ګرځبندېز اعلان کړ او د روغتيا نړيوال سازمان له خلکو څخه وغوښتل، چې په کورونو کې دې پاتې شي، ټولنيز واټن دې وساتي او ماسکونه دې وکاروي.

په پاکستان کې د پي ايس ايل پنځم پړاو لپاره ورغلي بهرني لوبغاړي، روزونکي او نور کسان هم خپلو خپلو هېوادونو ته روان شول، چې د پاکستان کرکټ بورډ د پلى اف لوبو پر ځاى ناک اوټ ته واړولې، خو د کورونا له امله هغه هم ترسره نه شوې او سيالۍ لغوه شوې.

خو اوس يو ځل بيا د پاکستان کرکټ بورډ غواړي چې د پي ايس ايل پنځم پړاو پلى اف لوبې په پخواني ډول ترسره کړي، ځکه په پاکستان کې هم د کورونا پېښې ورځ تر بلې کمېږي.

د نومبر په ١٤مه به ملتان سلطانز او کراچۍ کنګز او لاهور قلندرز او پېښور زلمي په کواليفاير او ايليمينېټر ١ کې لوبې ترسره کړي. په ١٥م نومبر به ايليمينېټر ٢ سيالۍ ترسره شي او د نومبر په ١٧مه نېټه به بيا پايلوبه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او هارديک پانډيا

راشد خان د هارديک پانډيا سره غمرازي وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې د مشهورو کرکټرانو هارديک پانډيا او کرونال پانډيا پلار نن …