کورپاڼه / خبرونه / د افغان ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى رييس احمدزى ٣٦ کلن شو
رييس احمدزى

د افغان ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى رييس احمدزى ٣٦ کلن شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او توپوهونکى او اوسنى روزونکى او د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزى ٣٦ کلن شو.

د نوموړي د زېږېدو دقيقه نېټه که څه هم چا نه وه ليکلې، خو رييس احمدزي ډېر پخوا په يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه د ځينو اندازو له امله خپل عمر معلوم کړى دى او د زېږېدو نېټه يې د سپتمبر ٣مه او ١٩٨٤ کال دى.

رييس احمدزى هم يو له هغه لوبغاړو څخه دى چې په پېښور کې يې د کډوالۍ پر مهال کرکټ ته مخه کړه. نوموړي په ٢٠٠٢ او ٢٠٠٣ کال کې په لومړي ځل د رحيم يار خان لوبډلې پر وړاندې لوبه وکړه، چې وروسته بيا د هانګ کانګ پر وړاندې هم په ملي لوبډله کې د اې سي سي ٢٠٠٤ کال په ټرافۍ کې ولوبېده.

وروسته نوموړى د ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه هم پاتې شو.

رييس احمدزى د نړيوال کرکټ ليګ ډيويژن ٥، ډيويژن ٤ او ډيويژن ٣ سياليو کې هم ګډون درلود، همدا راز د ٢٠٠٩ اى سي سي ورلډ کپ کواليفاير سياليو کې هم و.

کله چې افغانستان د يو ورځنيو نړيوالو لوبو غړيتوب ترلاسه کړ، نو رييس احمدزى د افغانستان په لومړنۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د سکاټلېنډ پر وړاندې ولوبېده، چېرته چې نوموړي ٣٩ منډې وکړې او د افغانستان په بريا کې يې مهم رول ولوباوه.

رييس احمدزى يو له هغه لوبغاړو څخه و، چې د افغانستان په ملي لوبډله کې يې مهم رول ولوباوه او لوبډله يې دې ځاى ته ورسوله، چې د يو ورځنيو نړيوالو لوبو غړيتوب ترلاسه کړي.

د سويلي افريقا پر وړاندې د افغانستان له لوبې وروسته رييس احمدزي له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه. نوموړي د خپل استعفا لامل دا وښود، چې غواړي په افغانستان کې د کرکټ د ودې او د ځوانانو د روزنې په برخه کې کار وکړي.

رييس احمدزى

نوموړي د ١٩ کلنو ځوانانو د روزونکي او د غوراوي کمېټې د غړي په توګه هم دندې ترسره کړې دي، خو څو ورځې وړاندې هغه د کرکټ بورډ له لوري د کرکټ ډايريکټر په توګه ګمارل شوى دى.

رييس احمدزى چې په مډل ارډر کې يې توپوهنه کوله، د افغانستان لپاره يې ٥ نړيوالې يو ورځنۍ او ٨ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. نوموړي د ٢٩.٣٣ په اوسط په يو ورځنيو لوبو کې ٨٨ او د ٣٠.٣٣ په اوسط او ١٠٨.٣٣ په سټرايک رېټ سره په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٩١ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …