کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د مجيب، نبي، نجيب، نوين او ظاهر لوبډلې بل پړاو ته لاړې، د راشد لوبډله بهر شوه
راشد خان، ظاهر خان او محمد نبي

د مجيب، نبي، نجيب، نوين او ظاهر لوبډلې بل پړاو ته لاړې، د راشد لوبډله بهر شوه

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) ٢٠٢٠ کال سياليو په لړ کې د محمد نبي، مجيب الرحمان، نجيب الله ځدراڼ، ظاهر خان او نوين الحق لوبډلې پلى اف سياليو ته يا بل پړاو ته لار خپله کړه او همدا راز د راشد خان لوبډله بيا له سياليو څخه بهر شوه.

د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډله بيا د سي پي ايل تر ټولو مخکښه لوبډله ده چې په ٨ لوبو کې يې ٨ برياوې خپلې کړې دي او د ١٦ نومرو سره په لومړي مقام کې ده، همدا راز دوه سيالۍ يې لا هم پاتې دي.

ورپسې بيا د ګيانا امازون واريرز لوبډله ده، چې په ١٠ لوبو کې يې ٦ برياوې خپلې کړې دي او ١٢ نومرو سره تر نورو مخکې ده. د دې لوبډلې لپاره نوين الحق لوبېږي، چې نوموړى په سياليو کې ښه روان دى او په ٩ لوبو کې يې ١١ ويکټې اخيستې دي، چې د زياتو ويکټو اخيستونکو په لړ کې په پنځم مقام کې دى.

دريمه لوبډله چې بل پړاو ته يې لار پېدا کړې ده، د سينټ لوسيه زوکس لوبډله ده، چې په ٨ لوبو کې يې ٥ برياوې خپلې کړې دي او د ١٠ نومرو سره په دريم مقام کې قرار لري.

په دې لوبډله کې د افغانستان درې لوبغاړي، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان لوبېږي. محمد نبي خو بيا درې ځلې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې ده. محمد نبي بيا په ٨ لوبو کې ١١ ويکټې ترلاسه کړې دي چې په څلورم مقام کې دى.

څلورمه لوبډله چې بل پړاو ته يې لار پېدا کړې ده، د جمايکا ټلاواس لوبډله ده چې مجيب الرحمان ورسره لوبېږي. ټلاواس لوبډلې ٨ لوبې کړې دي چې ٣ برياوې يې خپلې کړې دي او يوه لوبه يې بې پايلې پاى ته رسېدلې ده او ٧ نومرې لري. همدا راز دوه لوبې يې لا هم پاتې دي.

مجيب الرحمان بيا په ٨ لوبو کې ١٣ لوبغاړي سوځولي دي او په دويم مقام کې قرار لري، عمران طاهر له هغه مخکې شوى دى چې ١٥ ويکټې يې اخيستي دي.

د راشد خان لوبډلې بارباډوس ټريډينټس بيا په ٩ لوبو کې ٧ ماتې خوړلې دي او يوازې ٢ لوبو کې يې بريا خپله کړې ده چې ٤ نومرې لري. همدا راز تر ټولو وروستۍ لوبډله بيا د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډله ده چې په ٩ لوبو کې يې يوازې ١ لوبه کې بريا خپله کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …