د انګلستان او اسټراليا ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې انګلستان د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړه او په لوبلړۍ کې يې مخکېوالى ترلاسه کړ.
دا لوبه چې بېګاه په ساوتهمپټن کې ترسره شوه، اسټراليا د لوبې پچه وګټله او توپ اچونه يې غوره کړه.
انګلستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې ترلاسه کړې، چې ډيويډ ملن ٦٦ او جاس بټلر ٤٤ منډې وکړې.
د اسټراليا له لوري اشټون اګر، ګلين مېکسويل او کېن ريچارډسن ٢-٢ او پاټ کومنز ١ ويکټ واخيستې.
د ١٦٣ منډو د هدف په تعقيب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٠ منډې وکړې او تر يوې زبردستې لوبې وروسته يې يوازې د ٢ منډو په توپير له انګلستان څخه لوبه وبايلله.
د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر ٥٨، لوبډلمشر ارون فنچ ٤٦ او مارکوس سټوينيس ٢٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د انګلستان له لوري جوفرا ارچر او عادل رشيد ٢-٢ او مارک ووډ ١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ملن ته ورکړل شوه، چې نوموړي د ٣ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ په ٤٣ توپونو ٦٦ منډې ترلاسه کړې وې او د انګلستان په بريا کې يې مهمه ونډه لرلې وه.
د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو په لومړۍ لوبې کې د بريا ترلاسه کولو سره انګلستان د ١-٠ سره په لوبلړۍ کې مخکېوالى ترلاسه کړ. د دې لوبلړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه به په ساوتهمپټن کې د سپتمبر په ٦مه نېټه ماښام ٥:٤٥ بجې ترسره شي.
د يادولو وړ ده چې د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه وروسته انګلستان او اسټراليا د درې نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم لري.
د کورونا تر يو څه حده کنټرول وروسته انګلستان دا څلورم ځل دى چې د لوبډلو کوربه توب کوي او په پرلپسې ډول يې سيالۍ پيل کړي دي، چې لومړى يې ويسټ انډيز، بيا ايرلېنډ، ورپسې پاکستان او اوس له اسټراليا سره سيالۍ ترسره کوي.