کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان له سي پي ايل نېغ اى پي ايل ته ځي، شپږيزه کې به ونه لوبېږي
راشد، نبي او مجيب

راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان له سي پي ايل نېغ اى پي ايل ته ځي، شپږيزه کې به ونه لوبېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان چې اوس مهال د ويسټ انډيز په کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي، له ياد ليګ څخه به نېغ په نېغه د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ته ولاړ شي او د افغانستان په شپږيزه کرکټ ليګ کې به ګډون ونه کړي.

د شپږيزې کرکټ ليګ سبا د سپتمبر په ٦مه نېټه پيلېږي، مخکې ويل کېدل چې افغان لوبغاړي به د کارابين پريمئير ليګ په وروستيو لوبو کې ګډون ونه کړي او هېواد ته به راستانه شي تر څو په شپږيزه کرکټ ليګ کې ولوبېږي، خو ياد لوبغاړي تراوسه پورې هېواد ته نه دي راستانه شوي.

د کارابين پريمئير ليګ د سپتمبر په ١٢مه نېټه پاى مومي، همدا راز شپږيزه کرکټ ليګ بيا د سپتمبر په ٦مه پيلېږي او په ١٦مه پاى مومي، چې له هغه وروسته بيا د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د سپتمبر په ١٩مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ مخکې ويلي و، چې له سي پي ايل څخه به شپږ واړه افغان لوبغاړي تر پلى اف لوبو مخکې هېواد ته راستانه شي او په شپږيزه کرکټ ليګ کې به ګډون وکړي.

اوس ځينې سرچينې وايي، چې د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي له ويسټ انډيز سره منلې ده چې ياد لوبغاړي دې د سي پي ايل تر پاى پورې هلته پاتې شي او لامل يې دا ښکاره کېږي، چې د سفري محدوديتونو له امله افغان لوبغاړي نه شي کولاى چې په خپل وخت سره شپږيزې کرکټ ليګ ته راورسېږي.

د ويسټ انډيز کرکټ بورډ مسوولينو هم د افغانستان کرکټ بورډ نه مننه کړې ده، چې ياد ٦ افغان لوبغاړي يې په سي پي ايل کې تر پاى پورې پرېښودل.

خو د سي پي ايل له پاى ته رسېدو وروسته به راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان مستقيم متحده عربي اماراتو ته لاړ شي، چې هلته به په اى پي ايل کې ګډون وکړي، همدا راز نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان به بيا هېواد ته راستانه شي او د شپږيزې کرکټ ليګ په وروستيو لوبو کې به ګډون وکړي.

راشد خان او محمد نبي په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي او مجيب الرحمان بيا د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېږي.

په سي پي ايل کې د محمد نبي، مجيب الرحمان او نوين الحق لوبډلې پلى اف سياليو يا بل پړاو ته تللې دي، خو د راشد خان لوبډله بيا له سياليو بهر شوې او له بل پړاو پاتې شوې ده.

محمد نبي تېر کال د شپږيزې کرکټ ليګ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې خپله لوبډله يې تر بريا هم ورسوله، خو سږکال د هغه پر ځاى شاپور ځدراڼ لوبډلمشر دى، همدا راز راشد خان بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې لوبډلمشر و، چې خپله لوبډله يې تر پايلوبې رسولې وه، سږکال د هغه پر ځاى اصغر افغان لوبډلمشر دى.

د دې درې مهمو لوبغاړو په شپږيزه کرکټ ليګ کې نه لوبېدل به د شپږيزې کرکټ ليګ خوند پيکه کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

لنکا پريمئير ليګ: شاهد اپريدى د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا …