کورپاڼه / خبرونه / تېر کال دا ورځ؛ راشد خان تر ټولو کم عمره ټېسټ کپتان شو
راشد خان

تېر کال دا ورځ؛ راشد خان تر ټولو کم عمره ټېسټ کپتان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان تېر کال په همدې ورځ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان و، چې لومړنۍ ټېسټ لوبه يې د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال ترسره او د ټېسټ په تاريخ کې تر ټولو کم عمره کپتان شو.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام وروسته چې کله ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه، نو ګلبدين نايب له لوبډلمشرۍ ليرې شو او پر ځاى يې راشد خان د ملي لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو.

راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ پر مهال د بنګله دېش سره د سپتمبر له ٥مې تر ٩مې پورې ټېسټ لوبه ترسره کړه، چې هغه مهال يې عمر ٢٠ کاله او ٣٥٠ ورځې و، چې د نړۍ په کچه تر ټولو کم عمره ټېسټ کپتان شو.

دغه لوبه چې افغانستان پکې د ٢٢٤ منډو په توپير بنګله دېش ته ماتې ورکړه، ډېر نوي ريکارډونه هم پکې افغانستان جوړ کړل.

نه يوازې دا چې افغانستان په ٣ ټېسټ لوبو کې په ٢ ټېسټ لوبو کې بريا خپله کړه او راشد خان کم عمره کپتان شو، بلکې د افغانستان لپاره رحمت شاه لومړنى توپوهونکى شو چې سليزه يې ووهله او راشد خان لس ويکټې هم ترلاسه کړې.

همدا راز راشد خان د ١٠ ويکټو او ٥٠ منډو په ترلاسه کولو سره هم يو ستر ريکارډ جوړ کړ.

په دغه لوبه کې افغانستان ٣٤٢ او ٢٦٠ منډې وکړې، چې په ځواب کې يې بنګله دېش ٢٠٥ او ١٧٣ منډې وکړې او د ٢٢٤ منډو په توپير افغانستان بريا خپله کړه.

رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کې ١٠٢، اصغر افغان ٩٢ او راشد خان ٥١ منډې وکړې، په توپ اچونه کې بيا راشد خان ٥ او محمد نبي ٣ ويکټې ترلاسه کړې. په دويمه پاڼۍ کې ابراهيم ځدراڼ ٨٧ او اصغر افغان ٥٠ منډې وکړې، په توپوهنه کې بيا راشد خان ٦ او ظاهر خان ٣ ويکټې ترلاسه کړې.

راشد خان د يادې لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړې وه.

په دغه لوبه کې بيا درې ځوانانو، ابراهيم ځدراڼ، قېس احمد او ظاهر خان هم ګډون کړى و، چې دا يې د افغانستان لپاره لومړنۍ ټېسټ لوبه وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د فرهان يوسفزي پر ضد لاريون

په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد لاريون؛ خلک د فرهان يوسفزي محاکمه غواړي

په خوست کې د کرکټ بورډ پر ضد د کرکټ مينه والو لاريون کړى دى …