کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کريم صادق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى
کريم صادق

کريم صادق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو لپاره کريم صادق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى.

په تېر پړاو کې شفيق الله شفق د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر و، خو په هغه د ٦ کاله بندېز لګېدو وروسته سږکال شبير نوري د يادې لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى و.

خو د سپين غر زمريانو لوبډله وايي، چې شبير نوري په خپله خوښه کريم صادق ته لوبډلمشري پرېښوده، تر څو د سږکال شپږيزه کې د سپين غر زمريانو لوبډلمشري کريم صادق وکړي.

هغه ويډيو چې کرکټ بورډ خپره کړې ده، پکې کريم صادق وايي، چې شپږيزه کرکټ ليګ د افغانستان يو مشهور ليګ دى، که څه هم موږ د افغانستان غوره ليګ هم لرو، خو هغه له هېواد څخه بهر کېږي او شپږيزه بيا په هېواد کې دننه کېږي، چې ډېر مينه وال لري او هر کال ورته موږ هم ډېر لېواله يو.

کريم صادق وويل، دا ځل به هم د تېر په څېر شپږيزه د ولولو او جذبو سره ترسره کېږي، زه خوشحاله يم چې په شپږيزه کې لوبېږم، خداى دې وکړي چې مينه وال هم له شپږيزې نه خوند واخلي.

نوموړي د خپلې لوبډلې په اړه وويل، چې زموږ د لوبډلې ټول لوبغاړي د سپين غر زون اړوند دي او ښه توپوهونکي، توپ اچونکي او ډګر ساتونکي په لوبډله کې شته دي. هغه وويل چې ان شاء الله سږکال به د دريم ځل لپاره سپين غر زمريان اتلولي خپله کړي.

کريم صادق وويل، چې سپين غر زون د کرکټ کور دى او دلته د کرکټ مينه وال ډېر دي، هغه وويل چې په لوبډله کې ځوانان هم لري. نوموړي زياته کړه چې د دوى روزونکى پاکستانى ټېسټ کرکټر رياض اپريدى دى چې ډېرې فرسټ کلاس لوبې يې ترسره کړې دي او دا د دوى لپاره يو ښه چانس دى.

کريم صادق وويل، چې په ټولو لوبډلو کې ځوان لوبغاړي زيات دي، خو هره لوبډله سينئير لوبغاړي هم لري. هغه زياته کړه چې کرکټ د مېدان لوبه ده، هره لوبډله چې په مېدان کې ښه لوبه کوي، هغه به بريالۍ کېږي. نوموړي وويل چې مس عينک لوبډله بيا تر نورو ښه ده، ځکه سينئير لوبغاړي ډېر لري، خو په وېنا يې چې سپين غر زمريان به دا ځلې شپږيزه ګټي.

د يادولو وړ ده چې کريم صادق څه وخت مخکې له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړې ده او ويل کېږي چې ښايي د سږکال شپږيزې تر ترسره کولو وروسته کورنۍ سيالۍ هم پرېږدي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …