کورپاڼه / خبرونه / د شپږيزې ليګ د پرانيستې مراسمو کې ولسمشر غني هم ګډون کړى
ولسمشر غني

د شپږيزې ليګ د پرانيستې مراسمو کې ولسمشر غني هم ګډون کړى

د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سياليو د پرانيستې مراسم همدا مهال د افغانستان کرکټ بورډ کې پيل شو، چې په لومړي ځل د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې مراسمو کې ګډون کړى دى.

د شپږيزې کرکټ ليګ چې سبا د مس عينک اتلانو او بند امير ښامارانو ترمنځ د لوبې په ترسره کېدو سره پيلېږي، نن يې په کابل کې د پرانيستې مراسم روان دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ دې مراسمو ته د ولسمشر لومړى مرستيال امرالله صالح، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او نور لوړپوړي چارواکي هم ورغلي دي.

که څه هم په دې تړاو څه نه دي ويل شوي، چې ولسمشر غني او نور لوړپوړي چارواکي د شپږيزې کرکټ ليګ مراسمو کې په کومه موخه ګډون کوي، خو دا لومړى ځل دى چې د شپږيزې کرکټ ليګ په مراسمو کې په دومره لويه کچه چارواکي ګډون کوي.

د شپږيزې کرکټ ليګ ته سږکال له دې امله هم د خلکو سترګې ډېرې دي، چې د افغانستان ملي لوبډله نړيوالې لوبې نه لري او د کورونا له امله اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام هم لغوه شوى دى.

د ٦ لوبډلو ترمنځ د شپږيزې کرکټ ليګ سيالۍ به سبا پيل شي، خو د افغانستان درې مخکښ لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان به په دې سياليو کې ګډون ونه کړي.

ياد درې واړه لوبغاړي چې اوس مهال د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي، د سفري محدوديتونو له امله به له يادو سياليو څخه نېغ د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ته لاړ شي او شپږيزې کرکټ ليګ کې به ګډون ونه کړي.

همدا راز درې نور لوبغاړي، نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان به هم د سي پي ايل تر وروستيو سياليو پورې هلته پاتې شي او له هغه وروسته به هېواد ته راشي، چې د شپږيزې په وروستيو لوبو کې به ګډون وکړي.

Loading...

دا هم ولولئ

اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړي

د اى سي سي د لسيزې غوره لوبغاړو اېوارډ؛ د يو افغان لوبغاړي نوم هم پکې شامل دى

د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړو ټاکلو ته …