کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ولسمشر غني: کرکټ د افغانانو لپاره د عزت او لوى وياړ لوبه ده
اشرف غني

ولسمشر غني: کرکټ د افغانانو لپاره د عزت او لوى وياړ لوبه ده

تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د شپږيزې کرکټ ليګ مراسم، چې په افغانستان کرکټ بورډ کې ترسره شو، ګډون او وېنا وکړه. د هغه سره په دې مراسمو کې لومړي مرستيال امرالله صالح، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار او نورو لوړپوړو چارواکو هم په دې مراسمو کې ګډون وکړ.

ولسمشر غني شپږيزې کرکټ ليګ د پرانيستو مراسمو ته د خپلې وېنا پر مهال وويل، چې کرکټ په ټول افغانستان پورې تړاو لري او دا د افغانانو لپاره د عزت او لوى وياړ لوبه ده.

نوموړي د کرکټ لوبغاړو ته په وېنا کې وويل، تاسو په ملي او نړيوالو لوبغالو کې د جمهوريت لوى بېرغ په وياړ او عزت رپولى. کله چې غم راځي، تاسو خوښي راوړئ او د ټيمي کار وړتيا مو ښودلې او د افغانستان د ملي يووالي استازي او سفيران ياست.

ولسمشر زياته کړه، تاسو نړيوالو ته ثابته کړه، چې افغانان د تېر بنديان نه دي، د راتلونکي لپاره پلان لري او موخه ټاکلى شي. هغه وويل چې تاسو يو ټيم نه ياست، بلکې د افغانستان د راتلونکي او هر افغان داستان ياست او ځوانانو ته مو د راتلونکي هيله ورکړه او غواړو چې د کرکټ تاريخ بريالۍ تجربه تکرار کړي.

ولسمشر غني همدا راز دا هم وويل، چې د ښاري پراختيا عالي شورا راتلونکې غونډه کې به په کابل کې د نوي لوبغالي د جوړولو لپاره ځاى مشخص کړي.

د يادولو وړ ده چې د شپږيزې کرکټ ليګ د اووم پړاو سيالۍ نن پيلېږي. نن به ١:٣٠ بجه دفاعي اتله لوبډله مس عينک اتلان او د بند امير ښاماران سره مخ شي.

خو محمد نبي چې د مس عينک اتلانو لپاره لوبېږي او راشد خان چې د بند امير ښامارانو لپاره لوبېږي، دواړه به په دې لوبه کې نه وي، ځکه چې ياد لوبغاړي د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي او د سي پي ايل له پاى ته رسېدو وروسته به د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ته لاړ شي، چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې به ګډون ونه کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ډواين براوو

ډواين براوو د اى پي ايل له پاتې سياليو بهر شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مخکښ …