کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سي پي ايل: د نبي او مجيب لوبډلې له ماتې سره مخ، خو د راشد لوبډله بريالۍ شوه
راشد خان

سي پي ايل: د نبي او مجيب لوبډلې له ماتې سره مخ، خو د راشد لوبډله بريالۍ شوه

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) د تېرې شپې په سياليو کې د محمد نبي او مجيب الرحمان لوبډلې له ماتې سره مخ شوې، بل لوري ته د راشد خان لوبډلې بريا خپله کړه.

د سي پي ايل ٢٧مه لوبه د ټرينباګو نايټ رايډرز او سينټ لوسيه زوکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

ټرينباګو نايټ رايډرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې ترلاسه کړې، چې له ډلې يې ډواين براوو ٥٠، کيرون پولارډ ٤٢ او ټيم سيفرټ ٣٣ منډې وکړې.

د زوکس له لوري سکاټ کګلين ٢ لوبغاړي وسوځول، ظاهر خان ١ ويکټ واخيسته او محمد نبي د کومې ويکټې په اخيستو بريالى  نه شو.

د ١٧٦ منډو د هدف په تعقيب کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٢ منډې وکړې، چې د ٢٣ منډو په توپير يې لوبه وبايلله.

د دوى له لوري انډري فليچر ٤٢ او مارک ډيال ٤٠ منډې ترلاسه کړې. همدا راز محمد نبي ١٧ او نجيب الله ځدراڼ ١٢ منډې وکړې.

د رايډرز له لوري کيرون پولارډ ٣، جايډن سيلس او ډواين براوو ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کيرون پولارډ ترلاسه کړه.

ټرينباګو نايټ رايډرز يوازينۍ لوبډله ده چې په روان ليګ کې يې تراوسه کومه لوبه نه ده بايللې.

په ٢٨مه لوبه کې د جمايکا ټلاواس او بارباډوس ټريډنټس لوبډلې مخامخ شوې.

جمايکا ټلاواس په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٦١ منډې وکړې، چې له ډلې يې جرمين بلېک ووډ ٧٤ او انډري رسل ٥٤ منډې ترلاسه کړې.

راشد خان، هايډن والش، جېسن هولډر او جوشوا بيشوپ ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٦٢ منډو هدف د بارباډوس ټريډنټس لوبډلې په ١٨.٢ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري لوبډلمشر جېسن هولډر ٦٩ ناسوځېدلې او جوناتن کارټر ٤٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د ټلاواس له لوري اوشان توماس، پريسټون مک سوين او سنديپ لاميچين ١-١ ويکټ واخيستې او مجيب الرحمان د کومې ويکټې په اخيستو بريالى نه شو.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جېسن هولډر ترلاسه کړه.

د کارابين پريمئير ليګ د لومړي پړاو وروستۍ دوه لوبې پاتې دي، چې نن به ترسره شي او له هغه وروسته به بيا د پلى اف لوبې پيلېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

چيناى د بېنګلور لوبډلې ته د ٨ ويکټو په توپير ماتې ورکړه

د چيناى سوپر کنګز لوبډلې توپوهونکي نن ښه وځلېدل او د رايل چېلنجرز بېنګلور له …