کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږيزه: نن ښاماران او اتلان سره مېدان ته کوزېږي
اصغر افغان او شاپور ځدراڼ

شپږيزه: نن ښاماران او اتلان سره مېدان ته کوزېږي

د شپږيزې کرکټ ليګ سياليو د پيلېدو وخت پاى ته ورسېد او نن به د مس عينک اتلان او بند امير ښاماران لوبډلې سره مېدان ته کوزې شي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د تېر کال د شپږيزې پايلوبه ترسره شوې وه، چې د مس عينک اتلانو پکې بريا خپله کړې او د تېر کال شپږيزې اتلولي يې په خپل نوم کړې وه.

دا لوبه نن يوه نيمه بجه په کابل لوبغالي کې پيلېږي.

د مس عينک اتلانو سکواډ:

شاپور ځدراڼ (لوبډلمشر)، محمد نبي، محمد شهزاد، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، شاهدالله کمال، نور احمد لکڼوال، عبدالرحمان، صديق الله پاچا، دولت ځدراڼ، افسر ځاځى، ابراهيم خان، بهار علي شينوارى، عابد تڼيوال، عبدالله مزاري، عبدالباقي پوپل، جمشېد خان او غمى ځدراڼ.

د بند امير ښامارانو سکواډ:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، راشد خان، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، طارق ستانکزى، ميروېس اشرف، ناصر جمال، وقار سلامخېل، عثمان غني، محمد سردار، ابراهيم عبدالرحيمزى، وفادار مومند، اکرام عليخېل، عمران مير او پروېز امين.

خو محمد نبي او راشد خان، چې تېر کال د يادو لوبډلو لوبډلمشران هم و، سږکال په شپږيزه کرکټ ليګ کې نه لوبېږي، ځکه دواړه لوبغاړي اوسمهال د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) کې لوبېږي، چې يادې سيالۍ د سپتمبر په ١٢مه نېټه پاى ته رسېږي او له هغه وروسته به دواړه متحده عربي اماراتو ته لاړ شي تر څو په اى پي ايل کې ګډون وکړي.

د مس عينک اتلانو سره د محمد شهزاد، نجيب الله ترکي، حشمت الله شهيدي او صديق الله پاچا په څېر توپوهونکي شته دي، چې هيله ترې کېداى شي په توپوهنه کې وځلېږي، همدا راز نور احمد لکڼوال او نور ځوان توپ اچونکي هم لري، چې د ښه ځلېدو هيله ترې کېږي.

د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ ښامارانو لوبډله کې بيا د شرف الدين اشرف، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځي او اکرام عليخېل په څېر توپوهونکي شته دي او همدا راز د وفادار مومند او عمران مير په څېر ځوان توپ اچونکي لري چې ښايي ښه وځلېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت …