کورپاڼه / خبرونه / روڼتيا څار: د هغه لوبغاړو نوملړ چې په واسطه او خپلوۍ لوبېږي
رييس احمدزى، ناصر جمال، وقار سلامخېل او اصغر افغان

روڼتيا څار: د هغه لوبغاړو نوملړ چې په واسطه او خپلوۍ لوبېږي

د افغانستان روڼتيا څار بنسټ د کرکټ بورډ په تړاو يو څېړنيز راپور خپور کړى دى، چې پکې ويل شوي دي، چې کرکټ بورډ په هره برخه کې نيمګړتياوې لري، چې بايد د دې نيمګړتياوو لپاره کار وشي.

په دې راپور کې همدا راز د هغه لوبغاړو نوملړ هم ورکړل شوى دى، چې د افغانستان په ملي لوبډله او نورو لوبډلو کې لوبېدلي يا هم لوبېږي، خو په کرکټ ملي لوبډله يا هم په کرکټ بورډ کې خپل خپلوان لري، چې د هغوى په مرسته باندې يې يادو لوبډلو ته ځانونه رسولي دي.

په دې لړ کې د اصغر افغان، چې اوس د ملي لوبډلې د ټولو فارمېټونو لوبډلمشر دى، دوه وروڼه کريم جنت او عمران جنت او دوه خورييونه وقار سلامخېل او شاکر خان هغه لوبغاړي دي چې د اصغر افغان په مرسته په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېږي.

همدا راز هستي ګل عابد او تاج ملوک عالم چې په کرکټ بورډ کې په بېلا بېلو موقفونو کې پاتې شوي دي، د هغوى وروڼه افتاب عالم، کريم صادق او نعمت علم دي، چې په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېدلي او يا هم لوبېږي. همدا راز عصمت علم او مجيد علم هم بيا د دوى د کورنۍ ځوانان دي چې د دوى په مرسته ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته رسېدلي دي.

د ملي لوبډلې پخوانى کپتان، د غوراوي کمېټې غړى او اوس د ملي لوبډلې د توپوهونې روزونکى نوروز منګل هغه څوک دى چې درې ورېرونه يې په بېلا بېلو لوبډلو کې لوبېږي، په دې کې احسان جنت، رحيم منګل او قدير منګل شامل دي.

د رييس احمدزي ورور ناصر جمال، د جاوېد احمدي وراره فرحان زاخېل، د دولت احمدزي ورېرونه خالد زاهدي، ذهير احمدزى او جاوېد احمدزى هم هغه لوبغاړي دي چې د دوى په مرسته يې لوبډلو کې ځاى پېدا کړى دى.

د الله داد نوري او خالق داد نوري دوه ورېرونو عبدالباسط نوري او عبدالواسع هم هغه لوبغاړي چې د خپلو ترونو په مرسته يې لوبډلو ته ځان رسولى دى.

د افغانستان روڼتيا څار بنسټ بيا د يو شمېر لوبغاړو ترمنځ د پرفارمنس څېړنه هم کړې ده، چې ځينې لوبغاړي چې ډېر ښه دي، خو خپلوۍ يا واسطې نه لري، په لوبډلو کې نه غوره کېږي او هغه چې تر دوى کمزورې دي، هغوى چون خپل خپلوان او واسطې لري، نو په لوبډلو کې هم ځاى ورکول کېږي.

د يادولو وړ ده چې ځينې نور لوبغاړي هم شته دي، چې د خپل خپلوانو په مرسته او په واسطه په بېلا بېلو لوبډلو کې ځاى ورکول شوى دى، چې د روڼتيا څار بنسټ په دې راپور کې يې نومونه نه دي راغلي. همدا راز ډېر داسې لوبغاړي هم شته چې په ملګرتيا او انډيوالۍ په لوبډلو کې لوبېږي.

د افغانستان روڼتيا څار هغه راپور چې د کرکټ بورډ د نيمګړتياوو په اړه خپور شوى، دلته يې ولولئ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …