کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږيزه: د شهزاد او شهيدي زبردسته توپوهنه، اتلانو په بريا پيل وکړ
حشمت الله شهيدي او محمد شهزاد

شپږيزه: د شهزاد او شهيدي زبردسته توپوهنه، اتلانو په بريا پيل وکړ

د شپږيزې کرکټ ليګ په لومړۍ لوبه کې مس عينک اتلانو تر يوې زبردستې لوبې وروسته د بند امير ښامارانو لوبډلې ته د ١ منډې په توپير ماتې ورکړه او په شپږيزه کې يې په بريا پيل وکړ.

دا لوبه چې په کابل کې ترسره شوه، د لوبې پچه بند امير ښامارانو وګټله او لومړى يې د مس عينک اتلانو لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د مس عينک اتلانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې حشمت الله شهيدي او محمد شهزاد زبردسته توپوهنه ترسره کړه. شهيدي ٦٥ او شهزاد ٥٤ منډې ترلاسه کړې، همدا راز غمي ځدراڼ هم ٣٠ منډې وکړې.

د ښامارانو له لوري شرف الدين اشرف او وقار سلامخېل ٢-٢، حميد حسن او محمد ابراهيم ١-١ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١٨٠ منډو هدف په تعقيب د بند امير ښامارانو هم په زړه پورې توپوهنه پيل کړه، چې د لومړۍ ويکټې لپاره ٥٨ ملګرتيا وشوه، همدا راز د ښامارانو دويمه ويکټ په ١٤٨ منډو وسوځېده، خو په وروستيو کې بريالي نه شو چې لوبه وګټي او يوازې د ١ منډې په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

ښامارانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې عثمان غني ٧٩، اصغر افغان ٤٥ او حضرت الله ځاځي ٢٤ منډې ترلاسه کړې.

د اتلانو له لوري نور احمد لکڼوال ٢، دولت ځدراڼ، عبدالله مزاري او شاپور ځدراڼ ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حشمت الله شهيدي ترلاسه کړه، چې د ٢ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ يې په ٤٤ توپونو ٦٥ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بريا کې يې مهمه ونډه ترلاسه کړه.

سبا په شپږيزه کرکټ ليګ کې دوه لوبې ترسره کېږي. په لومړۍ لوبه کې به سهار ٩:٣٠ بجې د امو نهنګان او سپين غر زمريان لوبډلې مېدان ته کوزې شي، همدا راز په دريمه لوبه کې به ماسپښين ٢ بجې د کابل بازانو او بوست ساتونکو لوبډلې سره مخامخ شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت …