کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د جاس بټلر توپاني توپوهنه، له اسټراليا څخه يې د لوبې تر څنګ لوبلړۍ هم وګټله
جاس بټلر

د جاس بټلر توپاني توپوهنه، له اسټراليا څخه يې د لوبې تر څنګ لوبلړۍ هم وګټله

د اسټراليا او انګلستان په دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې جاس بټلر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې د انګلستان لوبډله يې بريالۍ کړه او د لوبې تر څنګ يې له اسټراليا څخه لوبلړۍ هم وګټله.

دا لوبه چې بېګاه په ساوتهمپټن کې ترسره شوه، د لوبې پچه اسټراليا وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر په صفر وسوځېده، خو لوبډلمشر ارون فنچ ٤٠ منډې وکړې، همدا راز ورپسې اليکس کېري په ٢ او سټيو سميت په ١٠ منډو وسوځېدل او مارکوس سټوينس بيا ٣٥ منډې ترلاسه کړې.

اسټراليا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٧ منډې وکړې چې د انګلستان لوبډلې ته يې د ١٥٨ منډو هدف وټاکه.

د انګلستان له لوري کرس جورډن ٢، جوفرا ارچر، مارک ووډ او عادل رشيد ١-١ ويکټې واخيستې.

د ١٥٨ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٨.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٦ ويکټو يې بريا خپله کړه. جاس بټلر په زړه پورې توپوهنه ترسره او ٧٧ ناسوځېدلې منډې يې وکړې، همدا راز ډيويډ ملن بيا ٤٢ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له لوري اشټون اګر ٢، اډم زمپا او مچل سټارک ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جاس بټلر ته ورکړل شوه، چې د نننۍ لوبډلې اتله توپوهنه يې ترسره کړه.

د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ کې انګلستان دويمه بريا خپله کړه او د ٢-٠ سره يې په لوبلړۍ کې هم بريا ترلاسه کړه. په لومړۍ لوبه کې انګلستان د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړې وه.

د انګلستان او اسټراليا دريمه يا وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه به د سپتمبر په ٨مه نېټه په ساوتهمپټن کې ترسره شي. همدا راز د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د سپتمبر په ١١مه نېټه په مانچسټر کې پيل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ډي کوک او ايشان کشن

ممبۍ انډينز د چيناى سوپر کنګز لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د ټرينټ بولټ زبردسته توپ اچونه او د ايشان کشن او کوانټين ډي کوک د …