کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سي پي ايل: زوکس لوبډله بريالۍ شوه او ظاهر خان غوره لوبغاړى شو
ظاهر خان او محمد نبي

سي پي ايل: زوکس لوبډله بريالۍ شوه او ظاهر خان غوره لوبغاړى شو

د کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) په بېګانۍ لوبه کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډله بريالۍ شوه او د ښې توپ اچونې له امله ظاهر خان ته د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.

د سي پي ايل ٣٠مه لوبه د سينټ لوسيه زوکس او جمايکا ټلاواس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې پچه زوکس وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د زوکس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې، چې نجيب الله ځدراڼ تر ټولو زياتې ٣٥ منډې ترلاسه کړې، نوموړي د ٣ شپږيزو او ١ څلوريزې په مټ په ٢٥ توپونو دا منډې ترلاسه کړې. همدا راز راهکيم کورنوال ٣٢، روسټون چيس ٣٢ ناسوځېدلې او محمد نبي يوازې ٢ منډې وکړې.

د ټلاواس له لوري بيا مجيب الرحمان په ٤ اورونو کې د ٢٨ منډو په ورکولو سره ٢ لوبغاړي وسوځول، مجيب الرحمان د نجيب الله ځدراڼ ويکټ واخيسته او همدا راز د محمد نبي کېچ هم مجيب ونيولو.

د ١٤٦ منډو د هدف په تعقيب کې د جمايکا ټلاواس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٤ منډې وکړې، چې د ١١ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.

د دوى له لوري ګلين پيليپس ٤٩، جرمين بلېک ووډ او نيکولاس کرټن ٢٥-٢٥ منډې ترلاسه کړې.

د زوکس له لوري ظاهر خان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ٢٥ منډو په ورکولو سره ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز جاويل ګلين هم ٣ او کيسريک ويليمس ٢ ويکټې ترلاسه کړې، محمد نبي بيا کومه ويکټ وانه خيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ظاهر خان ته ورکړل شوه.

له دې سره د کارابين پريمئير ليګ د لومړي پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې، چې ټرينباګو نايټ رايډرز پکې تر ټولو بريالۍ لوبډله وه چې په ١٠ لوبو کې يې ١٠ واړه وګټلې، همدا راز ورپسې ګيانا امازون واريرز لوبډله ده چې په ١٠ لوبو کې يې ٦ او سينټ لوسيه زوکس هم په ١٠ لوبو کې ٦ برياوې خپلې کړې.

خو د راشد خان لوبډلې بارباډوس ټريډنټس بيا په ١٠ لوبو کې ٣ لوبې وګټلې او په لومړي پړاو کې له سياليو بهر شوه، همدا راز د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريټس لوبډله تر ټولو وروسته راغله چې يوازې يوه لوبه يې ګټلې.

د سپتمبر په ٨مه نېټه به په لومړي سيمي فاينل لوبه کې د ټرينباګو نايټ رايډرز او جمايکا ټلاواس لوبډلې مخامخ شي او د سپتمبر په ٩مه نېټه به په دويم سيمي فاينل کې د ګيانا امازون واريرز او سينټ لوسيه زوکس لوبډلې مېدان ته کوزې شي. همدا راز پايلوبه به د سپتمبر په ١٠مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …