کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سنجى منجريکر: ظاهر خان په اى پي ايل کې د ځينو لوبغاړو بديل کېداى شي
ظاهر خان

سنجى منجريکر: ظاهر خان په اى پي ايل کې د ځينو لوبغاړو بديل کېداى شي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او کمنټېټر سنجى منجريکر د افغانستان ظاهر خان په اى پي ايل کې د ځينو لوبغاړو بديل ګڼلى دى.

نوموړي په خپل يو ټويټ کې ليکلي دي، چې د افغانستان ظاهر خان په اى پي ايل کې د ځينو لوبډلو لپاره د لوبغاړو د بديل په توګه زړه راښکونکى لوبغاړى دى، ځکه د کورونا او شخصي ستونزو له امله يو شمېر لوبغاړو د اى پي ايل سږکال سيالۍ پرېښې دي.


ظاهر خان چې اوسمهال په کارابين پريمئير ليګ (سي پي ايل) سياليو کې د سينټ لوسيه زوکس لوبډلې سره لوبېږي، په تېره لوبه کې يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

٢١ کلن ظاهر خان چينامېن توپ اچونکى دى، چې د کارابين پريمئير ليګ تر څنګ په شپږيزه کرکټ ليګ، پاکستان سوپر ليګ، بيګ باش ليګ او نورو تجارتي ليګونو کې هم لوبېدلى او خپل ځان يې ثابت کړى دى.

نوموړى تېر کال په اى پي ايل سياليو کې د راجستان رايلز لوبډلې له لوري اخيستل شوى و، خو د اى پي ايل تر پيلېدو مخکې هغه د تمريناتو پر مهال ټپي شو او بېرته هېواد ته راستون شو، چې هېڅ کومه لوبه يې ترسره نه کړه.

ظاهر خان د افغانستان لپاره په ٢ ټېسټ او ١ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې هم ګډون کړى دى، چې په ټېسټ کې يې ٥ او په يو ورځنۍ لوبه کې يې ٢ ويکټې ترلاسه کړې دي.

په شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي په ٥٣ لوبو کې ٦٥ ويکټې ترلاسه کړې دي، چې غوره توپ اچونه يې د ١٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځول دي.

د يادولو وړ ده چې سنجى منجريکر د هند يو له مشهورو کمنټيټرانو څخه دى، هغه د هند لپاره ٣٧ ټېسټ او ٧٤ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړې وې، نوموړى ويکټ ساتونکى و او په ټاپ ارډر کې به يې توپوهنه ترسره کوله، چې په ټېسټ کې يې ٢٠٤٣ او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې يې ١٩٩٤ منډې ترلاسه کړې وې. هغه د هند لپارهخپله وروستۍ لوبه په ١٩٩٦ کال کې ترسره کړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په …