کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږيزه: کريم صادق د امو نهنګان دړې وړې کړل
د سپين غر زمريان

شپږيزه: کريم صادق د امو نهنګان دړې وړې کړل

د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه لوبه کې د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر کريم صادق په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او د امو نهنګانو نيمايي لوبډله يې په يوازې ځان وسوځوله، چې په شپږيزه کې يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د سپين غر زمريانو د ١٥١ منډو د هدف په تعقيب کې د امو نهنګانو توپوهنه په بشپړ ډول ناکامه شوه، چې تر ټولو زياتې منډې عبدالوصي وکړې، چې ٣٠ ناسوځېدلې منډې يې ترلاسه کړې، همدا راز دروېش رسولي هم بيا ٢١ منډې وکړې.

امو نهنګانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٠١ منډې وکړې، چې د ٤٩ منډو په توپير يې په شپږيزه کې لومړۍ ماتې وخوړه.

د سپين غر زمريانو له لوري کريم صادق په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، نوموړي په ٤ اورونو کې د ١٥ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز افتاب عالم، زاهد خان او زبېد اکبري هم ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کريم خان صادق ترلاسه کړه.

کريم صادق

جاوېد احمدي: زموږ لوبغاړي ډېر تجربه کاره نه دي، يو دوه لوبغاړي چې وسوځېږي، نو نور هم بيا ورپسې سوځېږي، همدا لامل شو چې موږ لوبه وبايلله، ان شاء الله بله لوبه کې به ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو.

کريم خان صادق: نور کله لوبډلمشرانو په ما باور نه کاوه، نن هر څه زما اختيار کې و، نو ما خپل ځان ثابت کړ، ليګ برېک کې زه ښه توپ اچونه کوم او نن مې ښکاره کړه. په توپوهنه کې موږ يو څه منډې کمې وکړې، خو موږ ښه توپ اچونه وکړه او په توپ اچونه کې مو بريا خپله کړه. مانه که څه هم مينه وال ويکټې نه غواړي، مانه شپږيزې غواړي، نو زه به هڅه وکړم چې شپږيزې هم ووهم.

د لومړۍ پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه لوبه کې د سپين غر زمريانو لوبډلې لومړى توپوهنه ترسره کړه او د امو نهنګانو لوبډلې ته يې د ١٥١ منډو هدف وټاکه.

د پچې ګټلې وروسته د توپوهنې پرېکړه کوونکې لوبډلې سپين غر زمريانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٠ منډې ترلاسه کړې.

د دوى له لوري زبېد اکبري په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د ٢ شپږيزو او ٥ څلوريزو په مټ يې په ٣٧ توپونو ٥١ منډې ترلاسه کړې. همدا راز ناصر خان ٣٨ او وحيد الله شفق ٢٢ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د امو نهنګانو له لوري عبدالوصي ٢، يمين احمدزي، نصرت الله او حيات الله ١-١ ويکټې واخيستې.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په دويمه لوبه کې د سپين غر زمريانو لوبډلې لوبډلمشر کريم صادق پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

دا لوبه چې په کابل لوبغالي کې نن سهار ٩:٣٠ بجې پيلېږي، سپين غر زمريان د امو نهنګانو پر وړاندې مېدان ته کوزېږي، چې د امو نهنګانو لوبډلمشري د جاوېد احمدي په غاړه ده.

کريم صادق د پچې له ګټلو وروسته وويل، چې د دوى لوبډله ډېر ښه توپ اچوونکي لري، نو همدا لامل دى چې توپوهنه يې غوره کړه او وې ويل چې ښايي شاوخوا ١٩٠ منډې هدف سيالې لوبډلې ته وټاکي.

جاوېد احمدي د پچې له بايللو وروسته وويل، چې که چېرته ما هم پچه ګټلې واى، نو ما به توپوهنه غوره کوله. نوموړي وويل چې ښه توپ اچونکي لري او هڅه به وکړي چې دوى ژر ژر اوټ کړي.

د پچ رپورټ:

د کرکټ بورډ د روزونکو په وېنا، چې نن ډېر پچ جوړ شوى دى او د توپوهنې لپاره ډېر ښه دى. نه يوازې دا چې لومړۍ پاڼۍ به پرې ښه توپوهنه ترسره شي بلکې په دويمه پاڼۍ کې به پرې ښه توپوهنه ترسره شي. همدا راز دا هم وويل شول چې د څلور يا پنځه اورونو لپاره به د توپ اچوونکو لپاره پچ ګټور وي او وه به کولاى شي چې ګټه ترې واخلي، خو وروسته به توپوهنې ته ښه جوړ شي.

د سپين غر زمريانو لوبډلې سکواډ:

فضل ځاځى، ناصر عمر، شبير نوري، وحيدالله شفق، زبېد اکبري، رحمت الله سهاک (ويکټ ساتونکى)، کريم صادق (لوبډلمشر)، عبدالله عادل، افتاب عالم، قېس احمد او زاهد خان.

د امو نهنګانو لوبډلې سکواډ:

اسدالله متاني، دروېش رسولي، فرحان زاخېل، جاوېد احمدي (لوبډلمشر)، جمعه ګل، حاجي مرادي (ويکټ ساتونکى)، عبدالوصي، حيات الله ناصري، نصرت الله، يمين احمدزى او فريد ملک.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …