کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږيزه؛ دريمه لوبه: د بوست ساتونکو د کابل بازانو نه بڼکې وويستې
د بوست ساتونکي

شپږيزه؛ دريمه لوبه: د بوست ساتونکو د کابل بازانو نه بڼکې وويستې

د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کې ګلبدين نايب او سيد شېرزاد په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې د کابل بازانو لوبډله يې چټکه وسوځوله او د ٥٧ منډو په ستر توپير يې لومړنۍ بريا خپله کړه.

د ١٧٣ منډو د هدف په تعقيب کې د کابل بازانو توپوهنه په بشپړه توګه ناکامه شوه، د بازانو دوه مهم او د پيل توپوهونکي رحمان الله ګربز په صفر او نور علي ځدراڼ په ٨ منډو وسوځېده، صديق الله اتل ٣٢ او عظمت الله عمرزي ٢٨ منډې وکړې، چې يو څه يې د بايللو کچه راټيټه کړه.

د کابل بازانو په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١١٥ منډې وکړې، چې د ٥٧ منډو په توپير يې لومړنۍ او ستره ماتې په برخه شوه.

د بوست ساتونکو له لوري سيد شېرزاد او ګلبدين نايب ٣-٣، کريم جنت ٢ او حمزه هوتک ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سيد شېرزاد ترلاسه کړه.

د بوست ساتونکو د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کې عمران جنت او منير احمد کاکړ چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د بوست ساتونکو لوبډلې د کابل بازانو لوبډلې ته د ١٧٣ منډو هدف وټاکه.

د پچې ګټلو وروسته ګلبدين نايب د توپوهنې پرېکړه وکړه. بوست ساتونکو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران جنت ٤٣، منير احمد کاکړ ٤١ ناسوځېدلې او احسان الله جنت ٢٩ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري ننګيالى خروټي، ضيا الرحمان او فرمان الله ١-١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په دريمه لوبه کې د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب د لوبې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

نن ماسپښين دوه بجې د بوست ساتونکي او د کابل بازانو لوبډلې سره مېدان ته کوزېږي، چې د کابل بازانو لوبډلمشر ځوان او چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز دى.

ګلبدين نايب د پچې تر ګټلو وروسته وويل، چې پچ د توپوهنې لپاره ښه دى او که دوى د خپل پلان سره سم مخکې لاړل، نو شاوخوا ١٦٠ منډې هدف به ښه هدف وي، چې دوى به وکولاى شي ترې دفاع وکړي.

د بوست ساتونکو لوبډلې سکواډ:

احسان الله جنت، عمران جنت، رحمت شاه، منير احمد کاکړ (ويکټ ساتونکى)، ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، کريم جنت، طاهر عادل، حمزه هوتک، سليم ساپى، سيد شېرزاد او شفيق الله غفاري.

د کابل بازانو لوبډلې سکواډ:

صديق الله اتل، يونس احمدزى، نور علي ځدراڼ، رحمان الله ګربز (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، عظمت الله عمرزى، فرمان الله ساپى، ننګيالى خروټى، سميع الله شينوارى، نجات مسعود، ضيا اکبر او ضيا شريفي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عمران طاهر

د چيناى سوپر کنګز ٥ لوبغاړي چې روان اى پي ايل به يې وروستى پړاو وي

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو شاوخوا يوه مياشت …