کورپاڼه / روغتيا / د شيدو څښلو روغتيايي ګټې

د شيدو څښلو روغتيايي ګټې

د جوسونو او انرجيانو (مشروباتو) پر ځای له شيدو استفاده وکړئ، خپله یې وڅښئ او ماشومانو ته یې هم ورکړئ، سهار مو د شيدو په څښلو پيل کړئ.

شيدې پوره خواړه دي او په خپل ترکيب کې منرالونه، پروټينونه، ويټامینونه، شحم او انټي اکسيډانټ په کې په زیاته اندازه موجود دي، نو ځکه ورته پوره خواړه وایي، یعنې د بدن د ټول ضرورت وړ موادو پوره کېدو لپاره يا مکمل پروټین دي کوم چې ۹ اساسي امينو اسيدونه لري.

همدارنګه د تغذيې لپاره مهم او ارزښمند خواړه دي چې په کې لاندې مهم موادو وظيفوي ارزښت شته دى:

١-: کلشيم Calcium: زمونږ د بدن د روغتیا د هډوکو او د غاښونو د پياوړتيا لپاره مهم ارزښت لري، زمونږ په بدن کې کلشيم ۹۹% په هډوکو او غاښونو کې ذخیره کیږي او د osteoporosis په نوم ناروغۍ څخه مخنيوى کوي، کوم چې ويټامین D او کلشيمو کموالي څخه رامنځته کیږي.

٢-: پروټين Protein: د بدن د انرجي د پوره کېدو تر ټولو غوره منبع ده او د بدن د عضلاتو د پياوړتیا لپاره مهم دي. همدارنګه پروټین د بدن د حیاتي وظایفو لپاره مهم دي، د بدن د ودې او انکشاف او حجراتو  د حفاظت، د بدن دفاعي سیستم تقويې لپاره مهم او ارزښت وړ مواد دي.

٣-: پوتاشيم Potassium: د ویني د فشار په تنظیم کې مهم رول لري.

٤-: پاسفوريس Phosphorus: د هډوکو غښتلتيا او ودې لپاره ګټور دي.

٥-: ويټامين D: د هډوکو د قوي کېدو او حفاظت لپاره مهم دي.

٦-: ويټامين Vitamin B12: د وینې د حجرو او د حسيت د فعاله ساتلو په برخه کې مهم رول لري.

٧-: ويټامين اې Vitamin A: د پوستکي او د سترګو د محفوظوالي او دید لپاره تر ټولو مهم دي.

٨-: ويټامين Riboflavin (B2): غذایي مواد پر انرجي بدلول

٩-: ويټامين Niacin: د شحمونو او قندونو هضم لپاره یا ميټابوليزم لپاره تر ټولو مهم دي.

د پورتنيو ذکر شوو موادو اندازه د فيصدۍ له نظره:

Calories: 146

Protein: 8 grams

Fat: 8 grams

Calcium: 28%

Vitamin D: 24%  Riboflavin (B2): 26%

Vitamin B12: 18%

١٠-: شېدې د عضلاتو کمزوري کېدو مخنيوى کوي، کوم چې عمر زیاتېدو سره رامنځته کیږي.

١١-: شيدې د وزن زياتوالي مخه نیسي.

ليکوال: ډاکټر طارق حبیب
ليکوال: ډاکټر طارق حبیب

ليکوال: ډاکټر طارق حبیب

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

خوب

د لږ خوب يو بل تاوان هم په ډاګه شو

د لږ يا کم خوب له امله په مخکنيو څېړنو کې دا ويل شوي و، …