کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نور علي ځدراڼ ښکلې توپوهنه، کابل بازانو د مس عينک اتلان مات کړل
نور علي ځدراڼ

د نور علي ځدراڼ ښکلې توپوهنه، کابل بازانو د مس عينک اتلان مات کړل

د شپږيزې کرکټ ليګ په څلورمه لوبه کې نور علي ځدراڼ ښکلې توپوهنه ترسره کړه او د کابل بازانو لوبډلې ته يې د ٤ ويکټو په توپير بريا ور په برخه کړه.

د ١٦٤ منډو هدف په تعقيب د کابل بازانو چټکه توپوهنه پيل کړه، چې په ١٩ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او د ٤ ويکټو په توپير يې لومړۍ بريا خپله کړه.

د کابل بازانو له لوري نور علي ځدراڼ په ٤٢ توپونو ٦١ منډې وکړې، چې ٤ شپږيزې او ٣ څلوريزې يې هم ووهلې، خو هغه د دولت ځدراڼ له لوري په منکاډ ډول وسوځېده.

همدا راز صديق الله اتل ٣٦ او رحمان الله ګربز بيا ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د مس عينک اتلانو له لوري عبدالله مزاري ٢، دولت ځدراڼ، ابراهيم او شاپور ځدراڼ ١-١ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نور علي ځدراڼ ته ورکړل شوه، شاهدالله کمال بيا د لوبې سټايلش لوبغاړى شو او د زياتو شپږيزو جايزه هم نور علي ځدراڼ ترلاسه کړه.

د مس عينک اتلانو د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په څلورمه لوبه کې شاهد الله کمال په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې پنځوسيزه يې ووهله او د مس عينک اتلانو ١٦٤ منډې هدف وټاکه.

د مس عينک اتلانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې شاهدالله کمال ٥٨ ناسوځېدلې، نجيب ترکي ٣٢، محمد شهزاد ٢٢ او صديق الله پاچا ١٣ منډې وکړې، خو حشمت الله شهيدي چې په تېره لوبه کې يې تر ټولو زياتې منډې کړې وې، په صفر وسوځېده.

د کابل بازانو له لوري بيا ضيا الرحمان په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ننګيالي خروټي ٢ او نجات مسعود ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په څلورمه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمان الله ګربز پچه ګټلې ده او د مس عينک اتلانو پر وړاندې يې توپ اچونه غوره کړې ده.

د مس عينک اتلانو لوبډله چې لوبډلمشري مشري يې شاپور ځدراڼ کوي، په خپله لومړۍ لوبه کې يې د بند امير ښامارانو لوبډلې ته په ١ منډه ماتې ورکړې وه.

همدا راز کابل بازانو بيا تېره ورځ د بوست ساتونکو څخه د ٥٧ منډو په توپير ماتې خوړلې وه.

د مس عينک اتلانو لوبډلې سکواډ:

محمد شهزاد (ويکټ ساتونکى)، نجيب الله ترکى، حشمت الله شهيدي، غمى ځدراڼ، صديق پاچا، شاهد الله کمال، عبدالله مزاري، دولت ځدراڼ، نور احمد لکڼوال، شاپور ځدراڼ (لوبډلمشر) او ابراهيم خان.

د کابل بازانو لوبډلې سکواډ:

رحمان الله ګربز (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، نور علي ځدراڼ، صديق الله اتل، وسيم اکرم، سميع الله شينوارى، عظمت الله عمرزى، فرمان الله ساپى، ننګيالى خروټى، رياض حسن، نجات مسعود او ضيا اکبر.

د يادولو وړ ده چې سهار لوبه نهه نيمې بجې پيلېدونکې وه، خو نن سهار د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه سهار نهه بجه پيل شوه.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …