کورپاڼه / خپلواک / آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو
آرين خان او اشرف غني

آرين خان: راځئ چې غني په ژوندانه وستايو

خپلواک وېبپاڼه (۵ اکتوبر ۲۰۱۹): د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي او ممثل آرين خان د ولسمشر غني په ستاينه کې يوه سندره ويلې، چې ياده سندره ولسمشر غني له خپلې فېسبوکپاڼې هم خپره کړې وه او په هغه کې يې له آرين خان مننه کړې وه.

دغه سندره چې آرين خان ويلې، پیل يې په څو شعرونو شوی دی او پکې ويل شوي دي چې د ژونديو قدر په ژوند وکړئ او راځئ چې د دې زمان غني رهبر په ژوندانه وستايو.

دغه سندرې ته ((ژوند غني جنون غني سترګې او نظر غني، که موږ یو شو نو غني به شو په امن و امان کې.)) هغه همدا راز د ولسمشر غني د ياد پوسټ سکرين شاټونه هم په خپله فېسبوکپاڼه کې خپاره کړي دي او ورته يې ليکلي دي:

((د ولسمشر محمد اشرف غني ستاینه په ژوندانه!

موخه مې له دې سرود یا سندرې په هېواد کې د ژوندیو په ژوندانه ستاینه ده، دغه فرهنګ ته وده ورکول پکار دي او نوى نسل باید په دې پوه شي چې زموږ مشران زموږ ايډيال دي.))

هغه همدا راز په خپل پوسټ کې مخکې ليکي: ((موږ د لوی غني تاریخ خاوندان یو خو له بده مرغه تل مو نومیالي قهرمانان وروسته له مړيني ستایلي. راشئ چې د دې زمان غني رهبر په ژوندانه وستایو، غني رهبر.))

آرين خان همدا راز وايي، چې دا زما ملي احساس دی، جنون دی او د يو افغان په صفت د خپلې دندې سره مينه او انصاف بولم.

د يادولو ده چې آرين خان د افغانستان يو له نومياليو سندرغاړو او ممثلينو څخه دی، هغه نه يوازې دا چې ډېرې سندرې ويلي دي، بلکې په ځينو فلمونو او سريالونو کې يې هم کار کړی دی او د يو شمېر خپرونو کوربه توب يې هم کړی دی، چې په هغې کې يې تر ټولو مشهوره خپرونه (څوک غواړي چې ميليونر شي) خپرونه وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …