کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شرف الدين اشرف د بوست ساتونکو نه دوړې پورته کړې
شرف الدين اشرف

شرف الدين اشرف د بوست ساتونکو نه دوړې پورته کړې

د شرف الدين اشرف ښې توپ اچونې او د عثمان غني او اصغر افغان ښې توپوهنې په مټ د بند امير ښامارانو د شپږيزې کرکټ ليګ په نننۍ لوبه کې بريا خپله کړه.

د شپږيزې کرکټ ليګ پنځمه لوبه نن د بوست ساتونکو او بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره شوه.

په پيل کې د لوبې پچه د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د بوست ساتونکو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمران جنت ٣٣، منير احمد کاکړ ٣١، شفيق الله غفاري ١٤ او حمزه هوتک ١٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري شرف الدين اشرف په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٤ اورونو کې يې د ١٣ منډو په بدل کې ٤ لوبغاړي وسوځول، همدا راز وقار سلامخېل بيا په ٤ اورونو کې د ١٧ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ميروېس اشرف هم ١ ويکټ واخيسته.

د ١٣٤ منډو هدف د بند امير ښامارانو له لوري عثمان غني او اصغر افغان په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او د ٩ ويکټو په توپير يې په شپږيزه کې لومړۍ بريا خپله کړه.

عثمان غني ٦٢ ناسوځېدلې او اصغر افغان ٥٥ ناسوځېدلې منډې وکړې، همدا راز حضرت الله ځاځي ٧ منډې وکړې.

د بوست ساتونکو له لوري کريم جنت ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شرف الدين اشرف ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې توپ اچونه يې ترسره کړې وه.

د شپږيزې کرکټ ليګ شپږمه لوبه به سبا نهه بجې د امو نهنګانو او بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره شي او ماسپښين يوه نيمه بجه به بيا د مس عينک اتلان او د سپين غر زمريان د لوبې لپاره مېدان ته کوز شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

ډواين براوو

ډواين براوو د اى پي ايل له پاتې سياليو بهر شو

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د چيناى سوپر کنګز لوبډلې مخکښ …