کورپاڼه / د لوبو راپورونه / اسټراليا په دريمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه
اسټراليا

اسټراليا په دريمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

اسټراليا په دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ کې انګلستان بريا خپله کړې وه.

دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ په ساوتهمپټن کې ترسره شوه.

د لوبې پچه اسټراليا وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٥ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوني بيريسټو ٥٥، جو ډينلي ٢٩ ناسوځېدلې، معين علي ٢٣ او ډيويډ ملن ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له لوري اډم زمپا ٢، اشټون اګر، کين ريچارډسن، جوش هيزلووډ او مچل سټارک ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٤٦ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې په ١٩.٣ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د پنځه ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري ارون فنچ ٣٩، مچل مارش ٣٩ ناسوځېدلې او مارکوس سټوينيس ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري عادل رشيد ٣، ټام کران او مارک ووډ ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مچل مارش ترلاسه کړه، همدا راز د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه جاس بټلر ته ورکړل شوه.

تر دې مخکې په دوه نړيوالو شل اوريزو لوبو کې انګلستان بريا خپله کړې وه او د درې لوبو لوبلړۍ يې د ٢-١ سره په خپل نوم کړه.

په نننۍ لوبه کې د انګلستان لوبډلمشر ايون مورګن برخه نه وه اخيستې، نو د انګلستان لوبډلمشري د معين علي په غاړه وه.

د يادولو وړ ده چې تر دې وروسته به د انګلستان او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم ترسره شي. لومړۍ لوبه به د سپتمبر په ١١مه، دويمه د سپتمبر په ١٣مه او دريمه لوبه به د سپتمبر په ١٦مه نېټه په مانچسټر کې ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

نثار احمد

٨ کلن نثار احمد نننۍ لوبه کې ٥ لوبغاړي وسوځول

د نثار احمد په نوم ٨ کلن ماشوم چې د زرملوال کرکټ اکاډمۍ لپاره لوبېږي، …