کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سپين غر د ٥ منډو په توپير له بوست ساتونکو لوبه وګټله
تميم سرخرودي ٢

سپين غر د ٥ منډو په توپير له بوست ساتونکو لوبه وګټله

تر زبردستې لوبې وروسته د سپين غر زمريان لوبډله په دې وتوانېدله چې د ٥ منډو په توپير د بوست ساتونکو ته ماتې ورکړي او دويمه بريا خپله کړي.

د ١٧٦ منډو د هدف په تعقيب د بوست ساتونکو د عمران جنت او احسان الله جنت په صفر وسوځېدل، خو بيا کريم جنت په ٣٠ توپونو ٥١ منډې وکړې، چې ٥ شپږيزې او ٢ څلوريزې يې هم ووهلې.

همدا راز لوبډلمشر ګلبدين نايب هم ٤ شپږيزې او ١ څلوريزه ووهله چې په ١٤ توپونو يې ٣٥ منډې وکړې، شفيق الله غفاري بيا ٢٥ او وحيد الله علي ٢٠ منډې وکړې.

که څه هم بوست ساتونکي هدف ته ډېر نږدې شوې و، خو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٠ منډې وکړې او د ٥ منډو په توپير يې دويمه ماتې هم وخوړه.

د سپين غر زمريانو له لوري زبېد اکبري، عبدالله عادل او زاهد خان ٢-٢ او افتاب عالم ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه تميم سرخرودي ترلاسه کړه.

د بوست ساتونکو په ٣ لوبو کې ٢ ماتې وخوړې او د سپين غر زمريانو بيا په ٣ لوبو کې ٢ برياوې خپلې کړې.

د سپين غر زمريانو د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په اتمه لوبه کې د سپين غر زمريانو لپاره تميم سرخرودي او مجيد عالم چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې ١٧٥ منډې يې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري که څه هم زبېد اکبري يوازې د ٣ منډو جوړولو وروسته وسوځېده، خو له هغه وروسته بيا تميم سرخرودي او مجيد عالم چټکه توپوهنه پيل کړه، چې د سپين غر زمريانو منډې يې لوړ هدف ته ورسولې.

تميم سرخرودي د ٦ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٧٩ منډې وکړې، همدا راز مجيد عالم د ١ شپږيزې او ٤ څلوريزو په مټ په ٤٤ توپونو ٥٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، کريم صادق بيا ١٣ او وحيد الله شفق ١٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې او د ١٧٦ منډو هدف يې د بوست ساتونکو لوبډلې ته وټاکه.

د بوست ساتونکو له لوري حمزه هوتک ٢ او محمد سليم ١ ويکټ واخيسته.

د يادولو وړ ده چې دا د مجيد عالم لومړنۍ شل اوريزه لوبه ده چې په شپږيزه کرکټ ليګ کې يې ترسره کوي.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په اتمه لوبه کې د بوست ساتونکو لوبډلمشر ګلبدين نايب پچه ګټلې ده او د سپين غر زمريانو پر وړاندې يې د توپ اچونې پرېکړه کړې ده.

نن د دواړو لوبډلو ترمنځ دريمه دريمه لوبه ترسره کېږي، چې د سپين غر زمريانو لوبډلمشري د کريم صادق په غاړه ده.

تر دې مخکې د بوست ساتونکو او د سپين غر زمريانو دوه دوه لوبې ترسره کړې دي، چې په يوه يوه لوبه کې يې بريا خپله کړې او په يوه يوه لوبه کې يې ماتې خوړلې ده، چې دواړه لوبډلې اوس ٢-٢ نومرې لري.

د بوست ساتونکو لوبډلې نوملړ:

ګلبدين نايب (لوبډلمشر)، کريم جنت، محمد سليم، سيد شېرزاد، رحمت شاه، حمزه هوتک، منير احمد کاکړ، عمران جنت، احسان جنت، شفيق الله غفاري او واحد خان.

د سپين غر زمريانو لوبډلې نوملړ:

تميم سرخرودي، کريم صادق (لوبډلمشر)، افتاب عالم، وحيد الله شفق، ناصر خان، عبدالله عادل، پروېز ملکزى، زبېد اکبري، قېس احمد، زاهد خان او مجيد عالم (ويکټ ساتونکى).

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

د دهوني پاچاهي پاى ته ورسېده، چيناى په لومړي ځل د مخکې تګ نه پاتې شوه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې خو ٨ لوبډلې برخه لري، خو …