کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / په افغانستان د شپږيزو ريکارډ جوړونکى ايون مورګن ٣٤ کلن شو
ايون مورګن

په افغانستان د شپږيزو ريکارډ جوړونکى ايون مورګن ٣٤ کلن شو

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ايون مورګن چې تېر کال (٢٠١٩) کې يې خپله لوبډله په نړيوال جام کې په لومړي ځل اتلولۍ ته ورسوله او په يوه لوبه کې يې د افغانستان سره په لوبه کې تر ټولو د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ جوړ کړ، نن يې کليزه ده.

ايون مورګن د سپتمبر په ١٩٨٦ کال کې د سپتمبر په لسمه نېټه د ايرلېنډ په ډبلن کې زېږېدلى دى. هغه د انګلستان تر څنګ د ايرلېنډ لوبډله کې هم لوبېدلى دى.

ايون مورګن چې په مډل ارډر کې په چپ لاس توپوهنه ترسره کوي، د انګلستان يو له تکړه توپوهونکو او غوره لوبډلمشرانو څخه هم دى.

ايون مورګن په لومړي ځل په ٢٠٠٦ کال کې د ايرلېنډ لپاره په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ګډون کړى و، خو بيا وروسته په ٢٠٠٩ کال کې د انګلستان لپاره يې په نړيوالو شل اوريزو لوبو او په ٢٠١٠ کال کې يې په ټېسټ لوبو کې ګډون وکړ.

نوموړي د ٢٠٠٦ کال څخه تر ٢٠٠٩ کال پورې د ايرلېنډ ملي لوبډله کې لوبېده او له ٢٠٠٩ څخه تراوسه پورې د انګلستان په ملي لوبډله کې لوبېږي.

د ٢٠١٨ کال د جون په مياشت کې نوموړى د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د يو يو ورځنيو او شل اوريزو نړيوالو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو، چې تراوسه پورې لوبډلمشري په غاړه لري.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پر مهال چې د انګلستان او افغانستان ترمنځ د جون په ١٨مه نېټه لوبه ترسره شوه، په هغه لوبه کې ايون مورګن چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د ١٧ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ يې په ٧١ توپونو ١٤٨ منډې وکړې او په يوه لوبه کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ يې هم جوړ کړ.

په دغه لوبه کې انګلستان د ١٥٠ منډو په ستر توپير افغانستان ته ماتې ورکړې وه.

همدا راز ايون مورګن د انګلستان لومړنى لوبډلمشر دى، چې د انګلستان لوبډله يې په ٢٠١٩ کال کې په نړيوال جام کې اتلولۍ ته ورسوله او په لومړي ځل د نړيوال جام اتله لوبډله شوه.

ايون مورګن تر دې مهاله پورې په ١٦ ټېسټ، ٢٣٩ نړيوالو يو ورځنيو او ٩٤ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى.

نوموړي د ٣٠.٤٣ په اوسط په ټېسټ لوبو کې ٧٠٠ منډې کړې دي، د ٣٩.٧٣ په اوسط يې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٧٥١٠ منډې ترلاسه کړې دي، چې ١٤ سليزې او ٤٦ پنځوسيزې يې وهلي دي.

همدا راز په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې بيا نوموړي د ٣٠.٢٧ په اوسط او ١٣٨.٩٥ په سټرايک رېټ سره ٢٢٤٠ منډې ترلاسه کړې دي، چې ١٤ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

Mis e Ainak vs Kabul Final

د شپږيزې پايلوبه؛ کابل بازان د مس عينک اتلانو پر وړاندې؛ څوک به بريالي شي؟

د شپږيزې کرکټ ليګ په اووم پړاو کې د تېر کال اتله لوبډله مس عينک …