کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د رحمان الله ګربز زبردسته توپوهنه، امو نهنګانو د ٦١ منډو په توپير ماتې وخوړه
رحمان الله ګربز

د رحمان الله ګربز زبردسته توپوهنه، امو نهنګانو د ٦١ منډو په توپير ماتې وخوړه

د شپږيزې کرکټ ليګ په نهمه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلمشر رحمان الله ګربز چټکه توپوهنه ترسره کړه او تر سليزې يو منډه مخکې وسوځېده، خو خپله لوبډله يې د ٦١ منډو په ستر توپير بريالۍ کړه.

دا لوبه چې د کابل بازانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د کابل بازانو چټکه توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ٢٢٣ منډې وکړې، چې د روان شپږيزه ليګ تر ټولو زياتې منډې هم دي.

د دوى له لوري رحمان الله ګربز د ٨ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٥٠ توپونو ٩٩ منډې وکړې او ١ منډه يې سليزې ته پاتې وه چې د منډې پر مهال وسوځېده، همدا راز سميع الله شينواري هم په ١٨ توپونو ٤٤ منډې وکړې او عظمت الله عمرزي بيا ٤١ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د امو نهنګانو له لوري يمين احمدزي، عبدالوصي او باطن شاه ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٢٤ منډو د هدف په تعقيب د امو نهنګانو لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٢ منډې وکړې او د ٦١ منډو په ستر توپير يې له کابل بازانو څخه ماتې وخوړله.

د دوى له لوري دروېش رسولي ٧٣، فرحان زاخېل ٣٧ او حيات الله ١٧ منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري بيا ننګيالي خروټي په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز نجات مسعود او عظمت الله عمرزي ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بيا رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې دا د کابل بازانو دريمه لوبه وه چې دويمه بريا يې خپله کړه، همدا راز امو نهنګانو بيا په خپله دريمه لوبه کې هم ماتې وخوړه او تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

مهيندرا سينګ دهوني

د دهوني پاچاهي پاى ته ورسېده، چيناى په لومړي ځل د مخکې تګ نه پاتې شوه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې خو ٨ لوبډلې برخه لري، خو …