کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د نبي، نجيب او ظاهر لوبډله ناکامه، ټرينباګو د سي پي ايل اتلولي خپله کړه
سي پي ايل

د نبي، نجيب او ظاهر لوبډله ناکامه، ټرينباګو د سي پي ايل اتلولي خپله کړه

د کارابين پريمئير ليګ په پايلوبه کې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې لپاره لينډل سيمونز او ډېرين براوو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

پايلوبه چې د سينټ لوسيه زوکس او ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه رايډرز وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

سينټ لوسيه زوکس په ١٩.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٥٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې انډري فليچر ٣٩، مارک ديال ٢٩، نجيب الله ځدراڼ ٢٤، روسټون چيس ٢٢ او محمد نبي ٢ منډې وکړې.

د رايډرز له لوري کيرون پولارډ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز علي خان او فواد احمد ٢-٢ او عقيل حسېن ١ ويکټ واخيسته.

د ١٥٥ منډو د هدف په تعقيب که څه هم د ټرينباګو نايټ رايډرز دوه لوبغاړي ژر وسوځېدل، خو له هغه وروسته لينډل سيمونز او ډېرين براوو توپوهنې ته ودرېدل او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه چې خپله لوبډله يې بريا ته ورسوه.

ياد هدف رايډرز په ١٨.١ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د سي پي ايل اتلولي يې خپله کړه.

لينډل سيمونز ٨٤ ناسوځېدلې او ډېرين براوو ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د زوکس له لوري سکاټ کګلين او روسټون چيس ١-١ ويکټ واخيسته. محمد نبي او ظاهر خان بيا د کومې ويکټې په اخيستو بريالي نه شو.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه لينډل سيمونز ترلاسه کړه او د ليګ د غوره لوبغاړي جايزه بيا کيرون پولارډ ته ورکړل شوه.

د يادولو وړ ده چې ټرينباګو نايټ رايډرز د څلورم ځل لپاره د کارابين پريمئير ليګ اتلولي خپله کړه. همدا راز تر ټولو زيات ځلې دا لوبډله اتلولۍ ته هم رسېدلې ده. په روان کارابين پريمئير ليګ کې بيا د رايډرز لوبډله يوازينۍ لوبډله ده چې هېڅ لوبه کې يې ماتې نه ده خوړلې او په خپلو ټولو لوبو کې بريالۍ شوې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

لنکا پریمیر لیګ کې د افغان لوبغاړو د لوبډلو بشپړ نوملړ

د سريلانکا لومړي پړاو ” لنکا ” پریمیرلیګ سیالیو ډرافټ مراسمو کې د افغانستان د …