کورپاڼه / تجارتي ليګونه / بند امير ښامارانو دريمه بريا هم خپله کړه
اصغر افغان

بند امير ښامارانو دريمه بريا هم خپله کړه

د سپين غر زمريانو له لوري د بند امير ښامارانو ته ورکړل شوى د ١٤٠ منډو هدف ښامارانو په ډېرې اسانۍ سره پوره کړ او دريمه بريا يې هم په خپل نوم کړه.

ياد هدف د بند امير ښامارانو لوبډلې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو په ١٦.١ اورونو کې پوره کړ او د ٧ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري حضرت الله ځاځي ٤٢، عثمان غني ٤٠ او اصغر افغان ٣٨  ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سپين غر زمريانو له لوري قېس احمد، زاهد خان او افتاب عالم ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه اصغر افغان ته ورکړل شوه.

د سپين غر زمريانو د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٠مه لوبه کې سپين غر زمريانو لوبډلې لومړى توپوهنه ترسره او د بند امير ښامارانو لوبډلې ته يې د ١٤٠ منډو هدف وټاکه.

د سپين غر زمريانو دوه ويکټې که څه هم ژر وسوځېدې، خو وروسته جلات خان او پروېز ملکزي ښه توپوهنه ترسره کړه او منډې يې يو څه زياتې کړې، همدا راز په وروستيو کې بيا وحيد الله شفق او قېس احمد هم ښه ملګرتيا ترسره کړه.

سپين غر او بند امير ښاماران

په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د سپين غر زمريانو د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٣٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې پروېز ملکزي ٤١، وحيد الله شفق ٣٢ ناسوځېدلې، جلات خان ٣٠ او قېس احمد ٢٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

همدا راز مجيد عالم په ١، شبير نوري په ٤ او کريم صادق په ٣ منډو وسوځېدل.

د بند امير ښامارانو له لوري حميد حسن، شرف الدين اشرف، ميروېس اشرف، طارق ستانکزي او وقار سلامخېل ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٠مه لوبه کې د سپين غر زمريانو لوبډلمشر کريم صادق د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

ياده لوبه د سپين غر زمريانو او د بند امير ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي.

کريم صادق او اصغر افغان

دا د بند امير ښامارانو او سپين غر زمريانو څلورمه لوبه ده. دواړو لوبډلو تر دې مخکې ٣-٣ لوبې ترسره کړې دي، چې دوه دوه برياوې يې خپلې کړې دي.

د سپين غر زمريانو لوبډلې د لوبغاړو نوملړ:

شبير نوري، جلات خان، زاهد خان، قېس احمد، مجيد عالم (ويکټ ساتونکى)، کريم صادق (لوبډلمشر)، افتاب عالم، وحيد الله شفق، عبدالله عادل، پروېز ملکزى او ظاهر شهزاد.

د بند امير ښامارانو لوبډلې د لوبغاړو نوملړ:

اصغر افغان (لوبډلمشر)، شرف الدين اشرف، حميد حسن، ابراهيم ځدراڼ، حضرت الله ځاځى، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکى)، ميروېس اشرف، ناصر جمال، طارق ستانکزى، عثمان غني او وقار سلام خېل.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په …