کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سميع الله شينواري د کابل بازان بريا ته ورسول
سميع الله شينوارى

سميع الله شينواري د کابل بازان بريا ته ورسول

په يوه زبردسته او په زړه پورې لوبه کې سميع الله شينوارى وتوانېده چې چټکه توپوهنه ترسره کړي او د بند مير ښامارانو پر وړاندې خپله لوبډله بريا ته ورسوي.

د ١٤٧ منډو هدف په تعقيب کې که څه هم په پيل کې د کابل بازانو توپوهونکي ژر ژر وسوځېدل، چې رحمان الله ګربز په ٨، صديق الله اتل په ٢، رحيم منګل په ٤، نور علي ځدراڼ په ٢٧ او رحمان الله په ١١ منډو وسوځېدل، خو وروسته بيا سميع الله شينواري په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

ياد هدف د کابل بازانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٢ ويکټو په توپير يې بريا خپله کړه، چې سميع الله شينواري د ٤ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٣٨ توپونو ٥٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د بند امير ښامارانو له لوري فرهاد مومند په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، دا د نوموړي لومړنۍ شل اوريزه لوبه وه. همدا راز شرف الدين اشرف، بلال سميع، طارق ستانکزي او وقار سلامخېل هم ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سميع الله شينواري ته ورکړل شوه.

د بند امير د ليګ لوبې پاى ته ورسېدې، چې په ٥ لوبو کې يې ٣ لوبو کې بريا خپله کړې او د ٦ نومرو په لرلو سره په لومړي مقام کې ده، همدا راز ورپسې د کابل بازانو لوبډله ده چې په ٤ لوبو کې يې ٣ برياوې خپلې کړې دي او ٦ نومرې لري.

د بند امير ښامارانو د پاڼۍ راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٢مه لوبه کې بند امير ښامارانو لومړى توپوهنه ترسره کړه، چې د کابل بازانو لوبډلې ته يې د ١٤٧ منډو هدف وټاکه.

د بند امير ښامارانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې ابراهيم ځدراڼ ٤٨ او ناصر جمال ٤٧ منډې ترلاسه کړې. همدا راز عثمان غني ١١، حضرت الله ځاځي ١٥، اصغر افغان ٦، شرف الدين اشرف ٦ ناسوځېدلې او طارق ستانکزي ٧ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د کابل بازانو له لوري نجات مسعود او ضيا الرحمان شريفي ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د پيل راپور:

د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٢مه لوبه کې د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمان الله ګربز پچه وګټله او د بند امير ښامارانو لوبډلمشر اصغر افغان ته يې د توپوهنې بلنه ورکړه.

رحمان الله ګربز او اصغر افغان

د بند امير ښامارانو لوبډله په شپږيزه کرکټ ليګ کې تر دې مهاله پورې له نورو لوبډلو مخکې او مخکښه روانه ده، چې په ٤ لوبو کې يې په ٣ لوبو کې بريا خپله کړې ده او د ٦ نومرو سره مخکې ده، همدا راز دويم پړاو ته يې هم لاره پېدا کړې ده.

بل لوري ته د کابل بازانو لوبډلې بيا په خپلو ٣ لوبو کې په ٢ لوبو کې بريا خپله کړې ده او ٤ نومرې لري، نن د کابل بازانو څلورمه او د بند امير ښامارانو په لومړي پړاو کې وروستۍ لوبه ده.

د کابل بازانو لوبډلې د ١١ لوبغاړو نوملړ:

رحمان الله ګربز (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، نور علي ځدراڼ، صديق الله اتل، رحيم منګل، رحمان الله ځدراڼ، سميع الله شينوارى، عظمت الله عمرزى، ننګيالى خروټى، نجات مسعود، ضيا اکبر او ضيا شريفي.

د بند امير ښامارانو لوبډلې د ١١ لوبغاړو نوملړ:

عثمان غني، حضرت الله ځاځى، اصغر افغان (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، ناصر جمال، محمد سردار (ويکټ ساتونکى)، شرف الدين اشرف، طارق ستانکزى، وقار سلامخېل، بلال سميع او فرهاد مومند.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

سلمان خان

د سلمان خان کورنۍ د کرکټ لوبډله اخيستې، کريس ګيل يې هم په لوبډله کې شامل دى

د هندي سينما مشهور هنرمند سلمان خان کورنۍ هم په يو تجارتي ليګ کې د …