کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مس عينک د امو نهنګانو ته د ١٣١ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه
حشمت الله شهيدي

مس عينک د امو نهنګانو ته د ١٣١ منډو په ستر توپير ماتې ورکړه

د مس عينک اتلانو د شپږيزې کرکټ ليګ په ١٣مه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه او توپ اچونه ترسره کړه، چې د امو نهنګانو لوبډلې ته يې د ١٣١ منډو په ستر توپير ستره ماتې ورکړه.

د يادې لوبې پچه د امو نهنګانو لوبډلمشر دروېش رسولي وګټله او لومړى يې توپ اچونه غوره کړه.

د مس عينک اتلانو په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې حشمت الله شهيدي د ٤ شپږيزو او ٧ څلوريزو په مټ په ٥٢ توپونو ٨٢ ناسوځېدلې منډې وکړې، بهار شينواري بيا په ٣٢ توپونو ٥٧ منډې وکړې او غمي ځدراڼ ٢٦ منډې ترلاسه کړې.

همدا راز تېره ورځ سليزه وهونکى محمد شهزاد بيا په صفر وسوځېده.

د امو نهنګانو له لوري فريد احمد ٢، يوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالوصي ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٩٤ منډو هدف په تعقيب د امو نهنګانو توپوهونکي په بشپړه توګه ناکامه شو او ټوله لوبډله يې په ١٢ اورونو کې د ٦٢ منډو جوړولو وروسته وسوځېده، چې دولت ځدراڼ په وروستي اور کې ٤ لوبغاړي وسوځول او لوبه يې په خپله ګټه پاى ته ورسوله.

د امو نهنګانو له لوري امان الله رفيقي ٢١ او جمعه ګل ١٢ منډې وکړې، بل کوم توپوهونکى ونه توانېده چې تر لسو پورې منډې ترلاسه کړي.

همدا راز د امو نهنګانو درې لوبغاړي په صفر او درې لوبغاړو بيا يوازې ١-١ منډه ترلاسه کړه.

د مس عينک اتلانو له لوري دولت ځدراڼ په ٣ اورونو کې ٩ منډې ورکړې او ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز نور احمد لکڼوال ٢، شاهدالله، عبدالرحمان او عبدالباقي بيا ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه حشمت الله شهيدي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې په ٥٢ توپونو باندې ٨٢ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

مس عينک اتلانو د نننۍ لوبې په بريا سره خپله پنځمه لوبه هم ترسره کړه او ٣ برياوې يې خپلې کړې چې د ٦ نومرو په لرلو سره تر ټولو مخکښه لوبډله شوه. همدا راز د بند امير ښاماران او کابل بازان هم ٦-٦ نومرې لري، خو د مس عينک اتلان نېټ رن رېټ تر دوى بيا ډېر دى.

سبا به د ليګ دوه وروستۍ لوبې ترسره شي، چې په لومړۍ لوبه کې به د کابل بازان د سپين غر زمريانو او په دويمه لوبه کې به د مس عينک اتلان د بوست ساتونکو سره مخ شي.

د مس عينک اتلانو، د بند امير ښامارانو او د کابل بازانو لوبډلو بل پړاو ته لار پېدا کړې ده، همدا راز سبا به معلومه شي چې د بوست ساتونکي او که د سپين غر زمريان بل پړاو ته لار پېدا کوي، همدا راز د امو نهنګانو لوبډلې بيا په ٤ لوبو کې هېڅ بريا نه ده خپله کړې.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …