کورپاڼه / د لوبو راپورونه / سریلانکا له پاکستانۍ لوبډلې دوړې وویستې

سریلانکا له پاکستانۍ لوبډلې دوړې وویستې

خپلواک وېبپاڼه (۵ اکتوبر ۲۰۱۹): د سریلانکا لوبډلې د درې شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ته د ۶۴ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او لومړۍ لوبه يې په خپل نوم کړه.

دغه لوبه چې د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شوه، په پیل کې پچه د پاکستان لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لومړی يې د سریلانکا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سریلانکا لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې، چې ګوناتهلکا ۵۷، فرنانډو ۳۳ او راجا پکسا ۳۲ منډې وکړې.

د پاکستان له لوري محمد حسنېن ۳ او شاداب خان یو لوبغاړی وسوځاوه. دا د محمد حسنېن دویمه لوبه ده چې هېټریک يې پکې ترسره کړ.

د ۱۶۶ منډو هدف د پاکستانۍ لوبډلې لپاره لوی غر ثابت شو او ټول لوبغاړي يې په ۱۷.۴ اورونو کې د ۱۰۱ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېدل.

د پاکستان له خوا افتخار احمد ۲۵ او سرفراز احمد ۲۴ منډې وکړې او بل هېڅ لوبغاړی د زیاتو منډو په ترلاسه کولو کې بریالی نه شو.

د سریلانکا له خوا بیا پرادیف او اډاڼا ۳-۳، ډي سیلوا ۲ او راجیټا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه دینوشکا ګوناتهلکا ته ورکړل شوه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

د یادولو ده چې د سریلانکا او پاکستان لوبډلو ترمنځ په پاکستان کې د درې شل اوریزو لوبو سیریز روان دی، چې لومړۍ لوبه پکې سریلانکا وګټله. همدا راز تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو سیریز ترسره شوی و، چې یوه لوبه د باران له امله نه وه ترسره شوې او وروستۍ دوه لوبې پاکستان ګټلې وې.

Loading...

دا هم ولولئ

تيسارا پريرا

د سټالينز لوبډلې کنډي ټسکرز ته ماتې ورکړه او دريمه بريا يې په خپل نوم کړه

د نوين الحق درې ويکټو هم کنډي ټسکرز له ماتې ونه ژغورله، ټسکرز په توپوهنه …