کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شپږيزه ليګ: د بوست او سپين غر د بخت پرېکړه به نن وشي
د بوست ساتونکي او د سپين غر زمريان

شپږيزه ليګ: د بوست او سپين غر د بخت پرېکړه به نن وشي

د شپږيزې کرکټ ليګ د ليګ پړاو ١٤مه او ١٥مه يا هم وروستۍ لوبې نن د څلور لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې هم نن به د بوست ساتونکو او د سپين غر زمريانو د مخکې تګ او يا هم له سياليو څخه د بهر کېدو په تړاو پرېکړه وشي.

نن ١٤مه سيالي سهار نهه بجې د کابل بازانو او سپين غر زمريانو ترمنځ ترسره کېږي. د کابل بازانو لوبډلې له مخکې څخه پلى اف پړاو سياليو ته لار پېدا کړې ده او که چېرته لوبه وبايلي، نو تاوان ورته نه کوي، خو سپين غر زمريان بايد د مخکې تګ لپاره لوبه کې په ښه ډول بريا ترلاسه کړي، ځکه که د بوست ساتونکو هم بريا ترلاسه کړه، نو مخکې تګ به ورته بيا ګران شي، خو که يې لوبه وبايلله، نو له سياليو به بهر شي.

بله لوبه چې ١ بجه پيلېږيو د امو نهنګانو او د بوست ساتونکو ترمنځ به ترسره شي. دا د ليګ پړاو وروستۍ يا ١٥مه لوبه ده. امو نهنګانو تراوسه پورې کومه بريا نه ده ترلاس کړې، خو د بوست ساتونکو ته د مخکې تګ لپاره دا لوبه ګټل مهم دي.

که چېرته د بوست ساتونکي او د سپين غر زمريان دواړه لوبډلې په خپلو لوبو کې ماتې وخوري، نو د نېټ رن رېټ ته په کتلو سره به د بوست ساتونکي لوبډله، چې اوسمهال له سپين غر زمريانو مخکې ده، پلى اف پړاو ته لاره پېدا کړي.

خو که چېرته سپين غر زمريان له کابل بازانو څخه لوبه وګټي او د بوست ساتونکي هم خپله لوبه کې بريا خپله کړي، نو بيا ښايي د کابل بازانو مخکې تګ هم له خطر سره مخ شي.

د مس عينک اتلانو، د بند امير ښامارانو او د کابل بازانو ٣-٣ برياوې خپلې کړې دي او ٦-٦ نومرې لري، چې په ترتيب سره لومړى، دويم او دريم مقام لري، خو لومړيو دوه لوبډلو پنځه پنځه او کابل بازانو بيا څلور لوبې ترسره کړې دي، چې که چېرته نننۍ لوبه کې بريا خپله کړي، نو تر ټولو به مخکې شي.

همدا راز د بوست ساتونکو او د سپين غر زمريانو په څلور څلور لوبو کې بيا دوه دوه برياوې خپلې کړې دي، چې څلور څلور نومرې لري، د امو نهنګانو بيا په څلورو واړه لوبو کې ماتې خوړلې ده او تر ټولو وروستۍ لوبډله ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د ای پي ایل سیالیو په ۱۳ کلن تاریخ کې دویم چټک توپ انریچ ترسره کړ

د ۲۰۲۰م کال ای پي ایل سیالیو په لړ کې د تېرې چهار شنبې په …