کورپاڼه / خبرونه / فضل هادي مسلميار د کرکټ بورډ رييس فرهان يوسفزى په مډال نازولى
فضل هادي مسلميار او فرهان يوسفزى

فضل هادي مسلميار د کرکټ بورډ رييس فرهان يوسفزى په مډال نازولى

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي ته ستاينليک ورکړى دى او په مډال يې نازولى دى.

د کرکټ بورډ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي: ((په اداره کې د غوره پلانونو او پالیسیو عملي کولو، د مثبتو بدلونونو رامنځته کولو، غوره فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله پر معنوي ډالۍ (ستاینلیک) او مډال وستایه او په چارو کې یې ورته د لا ډېرو بریاو غوښتنه وکړه.))

په دغه خبرپاڼه کې د فضل هادي مسلميار له قوله ليکل شوي: ((څوک چې د وطن او هېوادوالو لپاره خوښۍ راوړي، په یوه ملي اداره کې مثبت بدلونونه رامنځته کوي او د زېربنايي پروژو لپاره ګامونه اخلي؛ باید وستایل شي او موږ نن دغه ستاینلیک او مډال تاسو ته د غوره لاسته راوړنو له امله درکوو او په راتلونکي کې درته د لا ډېرو غوره لاسته راوړنو هیله کوو.))

خو دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا يو کال تېرېدو وروسته هم فرهان يوسفزي په کرکټ بورډ کې کوم د پام وړ اصلاحات نه دي راوستي، بلکې په ټولنيزو رسنيو کې هم پر نوموړي ډېرې نيوکې کېږي.

سږکال که يو لوري ته کورونا راغله، خو بل خوا بيا افغانستان هم نړيوالې سيالۍ نه درلودې او په کرکټ بورډ او د کرکټ بورډ په مشرتابه له همدې امله ډېرې نيوکې هم کېدې.

بل لوري ته په کرکټ بورډ له دې امله هم ډېرې نيوکې کېږي، چې د کرکټ بورډ په ډېرو برخو کې خلک په واسطو او اړيکو ګمارل شوي دي او نه يوازې دا چې په هره څانګه کې له حده ډېر کسان مقرر شوي دي، بلکې کارونه هم ورځ تر بلې په ځوړ روان دي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزى بيا يو له هغه رييسانو څخه دى، چې کرکټ بورډ ته ډېر کم ورځي او همدا راز تر ډېره پورې له ملي لوبغاړو او د ادارې له کارکوونکو سره ليدنې هم په خپل شخصي دفتر کې ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شاهد اپريدى

د شاهد اپريدي د واده ٢٠مه کليزه، له ښځې سره يې ګډ عکسونه خپاره کړل

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او تکړه الراونډر شاهد اپريدي له نن څخه …