کورپاڼه / خبرونه / حشمت الله شهيدي د کرکټ بورډ پرېکړه غلطه ثابته کړه
حشمت الله شهيدي

حشمت الله شهيدي د کرکټ بورډ پرېکړه غلطه ثابته کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکى حشمت الله شهيدي، چې د اصغر افغان له ټاکل کېدو وروسته د ملي لوبډلې د لوبلړيو څخه کېنول شوى و، يو ځل بيا يې په خپله توپوهنه د کرکټ بورډ پرېکړه غلطه ثابته کړه.

افغانستان چې کله د ويسټ انډيز سره د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ او يوه ټېسټ لوبه درلوده، نو حشمت الله شهيدي دغه سياليو ته وانخيستل شو.

په پيل کې کرکټ بورډ يوازې د نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو لپاره لوبډلې غوره کړې، په دغه لوبغاړو کې حشمت الله شهيدي نه و، چې کرکټ بورډ يې په اړه وويل، چې هغه چټکه توپوهنه نه شي کولاى، نو له همدې امله يې يادو سياليو ته نه دى اخيستى، ځکه چې د ويسټ انډيز پر وړاندې دوى ته چټک توپوهونکي پکار دي.

خو وروسته چې د ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان شوه، نو په هغه کې هم د حشمت الله شهيدي نوم نه و، ځکه مخکې داسې ښکارېده چې ښايي نوموړى ټېسټ لوبې ته واخيستل شي، خو د نه اخيستو په اړه يې کرکټ بورډ وويل، چې حشمت الله شهيدي ټپي دى، نو له همدې امله لوبې ته نه دى اخيستل شوى.

خو هغه مهال چې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ لوبه روانه وه، حشمت الله شهيدي په افغانستان کې په کورنيو سياليو کې لوبېده.

حشمت الله شهيدي په خپلو ځينو مرکو کې هم دا خبره کړې ده، چې هغه کله هم توپوهنې ته ووځي، نو د لوبډلمشر او روزونکي له لوري ورته پلان ورکول کېږي، چې بايد په ورو توپوهنه ترسره کړي او ويکټې وساتي.

خو د ويسټ انډيز پر وړاندې سياليو ته د نه اخيستو نه څه وخت وروسته حشمت الله شهيدي په يوه ويډيو کې وويل، چې هغه په خپله توپوهنه کار کوي او دا ځلې به يو نوى حشمت الله شهيدي ووينئ.

همدا وه چې حشمت الله شهيدي له هغه وروسته په شپږيزه ليګ کې ولوبېده او په خپله لومړۍ لوبه کې يې په ٤٤ توپونو ٦٥ منډې وکړې، چې ٢ شپږيزې او ٩ څلوريزې يې هم ووهلې او په ١٤٧.٧٢ سټرايک رېټ سره يې توپوهنه ترسره کړه، چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

هغه چې د مس عينک اتلانو لپاره لوبېږي، که څه هم په خپله دويمه لوبه کې په صفر وسوځېده، خو په دريمه لوبه کې يې يو ځل بيا د ٣ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣١ توپونو ٥٣ منډې وکړې او په ١٧٠.٩٦ سټرايک رېټ يې توپوهنه ترسره کړه.

په څلورمه لوبه کې نوموړى يوازې په ٧ منډو وسوځېده، خو په پنځمه لوبه کې هغه يو ځل بيا په زړه پورې چټکه توپوهنه ترسره کړه، چې د ٤ شپږيزو او ٧ څلوريزو په مټ يې په ٥٢ توپونو ٨٢ ناسوځېدلې منډې وکړې او په ١٥٧.٦٩ سټرايک رېټ سره يې توپوهنه ترسره کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم واخيسته.

نوموړي په پنځه لوبو کې درې ځلې پنځوسيزې ترسره کړې او په دې سره يې ثابته کړه، چې د کرکټ بورډ له لوري د هغه په تړاو شوې پرېکړه غلطه وه.

تر عثمان غني او محمد شهزاد وروسته حشمت الله شهيدي دريم توپوهونکى دى چې زياتې منډې يې ترلاسه کړې دي، هغه په پنځه لوبو کې ٢٠٧ منډې کړې دي چې سټرايک رېټ يې ١٤٦.٨٠ دى.

همدا راز تر محمد شهزاد او رحمان الله ګربز وروسته دريم توپوهونکى دى، چې په يوه سيالۍ کې يې ٨٢ ناسوځېدلې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

په روانه شپږيزه کرکټ ليګ کې ٣ لوبغاړو درې درې پنځوسيزې وهلي دي، چې حشمت الله شهيدي، محمد شهزاد او عثمان غني دي او حشمت الله شهيدي پنځم توپوهونکى دى چې زياتې شپږيزې يې وهلي دي.

حشمت الله شهيدي ثابته کړه، چې هغه نه يوازې دا چې په يو ورځنيو او ټېسټ لوبو کې ښه لوبه ترسره کولاى شي، بلکې په شل اوريزو لوبو کې هم چټکه لوبه ترسره کولاى شي او هر ډول په ورو او چټکه لوبه هم په ښه ډول ترسره کولاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

کپيل ديو

د هند پخواني کرکټر کپيل ديو باندې د زړه حمله راغلې

د هند کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام ګټونکى پخوانى لوبډلمشر کپيل ديو باندې د …