د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې درې مخکښ لوبغاړي محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمان د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.
دا درې واړه لوبغاړي چې په کارابين پريمئير ليګ کې لوبېدل، د سي پي ايل تر پاى ته رسېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته رسېدلي دي.
has arrived in #OrangeArmy #SRH #ReturnOfTheRiser #KeepRising | @MohammadNabi007 pic.twitter.com/XOAz9cGynN
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) September 13, 2020
محمد نبي او راشد خان چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي، يادې لوبډلې په ټولنيزو رسنيو کې د دواړو عکسونه خپاره کړي دي او ورسره يې ليکلي دي، چې دوى هم متحده عربي اماراتو ته راورسېدل.
#OrangeArmy, @rashidkhan_19 is here to spin our minds away #SRH #ReturnOfTheRiser #Dream11IPL #KeepRising pic.twitter.com/N8ncuRHCWj
— SunRisers Hyderabad (@SunRisers) September 13, 2020
همدا راز مجيب الرحمان بيا په اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېږي، هغه هم له يادو لوبغاړو سره و، خو د نوموړي په اړه تراوسه پورې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې څه نه دي ليکلي.
سږکال د کارابين پريمئير ليګ سياليو کې ٦ افغان لوبغاړو ګډون کړى و، چې د محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمان تر څنګ نجيب الله ځدراڼ، نوين الحق او ظاهر خان هم پکې شامل و.
که څه هم د شپږيزې کرکټ ليګ تر مخه ويل شوي و، چې د شپږيزې کرکټ ليګ تر پيلېدو مخکې به ياد لوبغاړي هېواد ته راستانه شي او په شپږيزه کرکټ ليګ کې به ګډون وکړي.
خو وروسته کرکټ بورډ دوى ته اجازه ورکړه، چې د سي پي ايل تر پاى پورې هلته پاتې شي. همدا راز محمد نبي، راشد خان او مجيب الرحمان له سي پي ايل نېغ اى پي ايل ته لاړل او د شپږيزې کرکټ ليګ کې به ونه لوبېږي، همدا راز نوين الحق، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان به بېرته هېواد ته راستانه شي او ښايي د شپږيزې کرکټ ليګ په وروستيو لوبو کې برخه واخلي.
سږکال د کارابين پريمئير ليګ کې افغان لوبغاړي هم ډېر وځلېدل، همدا راز د محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ او ظاهر خان لوبډله سينټ لوسيه زوکس پايلوبې ته هم لار پېدا کړه، خو په پايلوبه کې يې د ټرينباګو نايټ رايډرز لوبډلې له لوري ماتې وخوړه.